عراقي چارواکو منلې چې د عراق په شمالي ښار موصل کې ۲۰۰ ډلهییزو قبرونه موندل شوي دي.
وړاندې تر دې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي و، چې موصل ښار کې يې پورته شمېر ډلهییز قبرونه موندلي دي، موصل هغه ښار چې څه موده وړاندې د داعش وسلهوالو لاس کې و.
د عراقي حکومت یو چارواکي دهایا کریم، ویلي: «د داعش تر لاس لاندې سیمو کې د ډلهییزو قبرونو د موندل کېدو راپور رښتونی دی، موږ دا شمېره په دفتر کې لرو، د ډلهییزو قبرونو شمېر زیات شوی دی.»
هغه وویل دوه ورځې وړاندې يې هم ځواکونو په صلاح الدین سیمه کې د ډلهییزو قبرونو خبر ورکړی دی: «زه ځکه وایم چې ډلهییز قبرونه ډېر شوي، دا ډېره لویه شمېره ده.»
موصل یو له هغو عراقي ښارونو څخه دی چې داعش وسلهوالو پکې واکمني تېره کړې ده.
د هایا کریم زیاتوي: «موږ له نړیوالې ټولنې، نړیوالو سازمانونو، د ملګرو ملتونو سازمان او سره صلیب نه غواړو چې د ډلهییزو قبرونو اړوند ګواښونو کې، مالي فني او تجهیزاتي مرسته وکړي.»
موصل ښار کې دې ۲۰۰ ډلهییزو قبرونو کې د جسدونو اټکلي شمېر د شپږ زره او دوولس زرو تر منځ ګڼل کېږي.