د امریکا په شمال او ختیځو سیمو کې د څو وروستیو ورځو د اورښتنونو او سړې هوا له امله تراوسه ۲۰ تنه مړه شوي دي.
د امریکا د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې شونې ده د دغه هېواد په ځينو برخو کې د هوا سړښت تر منفي ۵۰ درجو ورسېږي. له دې سره هم مهاله، په ټوله امریکا کې د هوا د بد وضعیت له امله درې زره الوتنې لغوه شوې دي.
بلخوا د شمالي امریکا د ډېریو ښارونو واټونه کنګل شوي او په لسګونه ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي.
د امریکا تر ټولو درېیم لوی ښار شیکاګو کې د هوا د سړښت کچه منفي ۳۲ درجو ته رسېږي.
دغه وضعیت د امریکا د ډېریو اوسېدونکو وضعیت ستونزمن کړی او له سختیو سره لاس او ګرېوان دي.
د شیکاګو ایالت اوسېدونکی لیو ډسبین وايي:«فکر کوم د سړښت کلمه دا اوضاع نه شي څرګندوالی؛ د هوا سړښت او باد ډېر ځواکمن او د باور وړ نه دی.»