د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په لړ کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې هند پاکستان ته د کلک ځواب په لټه کې دی.
ټرمپ په کشمیر کې څه باندې څلویښت تنه هندي سرتېرو ووژلو ته په اشارې سره وايي چې د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې خطرناک حد ته رسېدلي دي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډانالډ ټرمپ وايي چې له دې وروسته د هند او پاکستان اړیکي څاري.
هغه زیاته کړه:«د هند او پاکستان تر منځ بد او خطرناک وضعیت دوام لري. خوښه مو ده چې دا وضعیت پایته ورسېږي. ډېر خلک ووژل شول. غواړو چې دا وضعیت پایته ورسېږي. موږ په دې موضوع کې ښکېل یوو. هند د یوه ځواکمن ځواب په لټه کې دی.»
له دې ټولو سره سره د پاکستان پوځ پر دغه هېواد د هند احتمالي برید په تړاو ګواښ کوي.
د پاکستان د ملي پوځ ویاند اصف غفور په دې اړه وویل:«موږ نه غواړو چې وجنګېږي؛ خو ډاډمن واوسئ چې که تاسو پر موږ برید وکړئ موږ به ناخبره له برید سره مخ نه شو. د پاکستان وسلهوال ځواکونه به ناخبره پاتې نهشي؛ ډاډه واوسئ چې موږ به تاسو غافلګیره کړو.»
په هغه برید کې چې نژدې دوه اوونۍ وړاندې په کشمیر کې وشو؛ څلور څلوېښت هندي سرتېري ووژل شول او وروسته د هند لومړي وزیر وویل چې د غچ د اخیستو لپاره یې د هېواد امنیتي ځواکونو ته واک ورکړی دی.
د دې برید مسوولیت د جیش محمد ډلې پر غاړه اخیستی دی.
پاکستان پرون اعلان وکړ چې په پنجاب کې یې د هند پولې ته نږدې د دې ډلې دفترونه په خپل کنټرول کې راوستي دي؛ خو اسلام اباد لاهم په دې برید کې د پاکستان لاس لرل ردوي.