Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کشمیر کې د اوربند په اړه د هندي او پاکستاني چارواکو هوکړه

د پاکستان پوځ خبر ورکړی چې د دې هېواد لوړپوړي پوځي چارواکو له هندي چارواکو سره تېره ورځ سې‎شنبې په کشمیر سیمه کې د اوربند هوکړه کړې ده.

دا په تمې لیري هوکړه په داسې حال کې شوې ده چې په دې وروستیو کې کشمیر کې د دواړو هېوادونو نښتو کې لسګونو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو په دې وروستیو کې د هند او پاکستان د پوځ مشرانو په خپلو خبرو اترو کې هوکړه کړې تر څو په کشمیر کې اوربند وکړي.

په هغو اعلامیو کې چې دواړو خواو خپره کړې ده د تېر په څېر  یو بل په سیمه کې د اوربند په نقض نه دی تورن کړی.

په اعلامیه کې همداراز راغلي دي چې دواړو خواوو هوکړه کړط ده چې د ۲۰۰۳ زیږدیز کال د اوربند هوکړه به په بشپړه توګه پلې کوي او ډاډ  به ترلاسه کوي چې نور دا هوکړه نه نقض کیږي.

هوکړه شوې ده چې د ستونزې رامنځته کېدو سره به سیمه‎يیز قومندانان د تلفون او ناستو په ترڅ کې د میکانیزم په کارولو له هواروي.

د پاکستان او هند پوځ د کشمیر په جنجالي سیمه کې د اوربند هوکړه کړې ده، دوی څرګنده کړې چې د ۲۰۰۳ زیږدیز کال هوکړه به په بشپړه توګه پلې کړي

شریک یي کړئ