د بدخشان قومي مشران، د مدني ټولنې فعالان د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي چې په ټاکنو کې په پراخه توګه ګډون وکړي.
هغوی کلیو او د رایه ورکوونکو د نوملیکنې مرکزونو ته په تلو سره، خلکو ته ډاډ ورکوي چې هغوی به له هېڅ ډول امنیتي ګواښ سره مخ نهشي.
د دغه عامه پوهاوي ګډونوال وايي، دوی په بدخشان ولایت کې کلي په کلي او حتا کور په کور له ګرځېدو او همدارنګه د نوم لیکنې د مرکزونو له څار سره غواړي چې خلک په ټاکنو کې د ګډون لپاره وهڅول شي.
پخوانی جهادي قومندان نزیر محمد نیازي څرګنده کړه:«موږ هر چېرته وویل او هر چېرته مو کسان واستول. تېره ورځ مو د ناحیې رییسان را وبلل او استازو ته مو وویل ترڅو په جوماتونو کې ملا امامانو ته ووايي او خلک وهڅوي.»
د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي د نا امنیو په زیاتوالي، د سیمهییزو چارواکو او د ولسي جرګې د غړو د سرغړنو په اړه شکایت کوي او وايي چې دوی د ټاکنو په بهیر باور نهلري خو یو شمېر نور خلک بیا وایي، د مسوولینو د نا غیړۍ له کبله باید دیموکراټيک بهیر له خنډ سره مخ نه کړي.
د بدخشان اوسېدونکی عبدالبصیر حقجو وویل:«په تېر کې پراخه درغلي د دې لامل شوه ترڅو خلکو د ټاکنو په اړه بې باوره شي، خو زموږ خلک دې داسې فکر وکړي چې دوی په خپله ټاکنو کې سهوه کړې وه. ټاکنې ترسره کېږي او باید خبیر، وړ او د اعتماد وړ، پاک او باتقوا او طهارت ته چې زموږ په هېواد کې دي رایه ورکړي.»
عبدالعلیم خدام د دین عالم وايي:«زما شخصي نظر دا دی چې درې اصلي عاملونه شته چې خلک د رایې ورکولو لپاره نه درومي، یو لامل یې د ټول هېواد په کچه د پراخې ناامنۍ شتون دی.»
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي مسوول وايي، د مخکې ورځو په پرتله د خلکو د نوملیکې شمېر زیات دی.
د بدخشان ولایت د ټاکنو کمېسیون رییس حمید الله بلوچ په دې اړه زیاتوي:«زه نن ډېر خوشحاله یم ځکه چې په دې برخه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ملي او ځايي رسنیو له لارې د هېواد د هېواد په ګوټ ګوټ کې تبلیغات او پوهاوی پیل کړی دی. بدبختي او ننګونه په دې ځای کې ده چې د بدخشان سیمې غرنۍ دي او او سیمهییزې رسنۍ په ډېر محدود واټن کې د اورېدو دي.»
که څه هم د ټاکنو ولایتي کمېسیون مسوولین د نوملیکنې مرکزونو ته د خلکو د زیات شمېر خبره کوي خو راټولې شوې شمېرې ښيي چې دغه کمېسیون د بدخشان ولایت د نوملیکنې په ۲۰ مرکزونو کې د تېرو پنځو ورځو په موده کې ۵۰۰ کسانو نوملیکنه کړې ده.