د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان اندېښنه لرې چې ښايي پر ایران د امریکا متحده ایالاتونو بندیزونه به د افغانستان او ایران ترمنځ پر سوداګرۍ ناوړه اغېزه وکړي.
دا چارواکي زیاتوي چې اوسمهال ایران په سیمه کې د افغانستان لومړی سوداګریز شریک دی او افغان پانګهوال غواړي د ایران له لارې له هند سره هم خپلې سوداګریزې اړیکې زیاتې کړي.
دوی وایي، په ایران د امریکا اقتصادي بندیزونه به د دواړو هېوادونو په سوداګرو ناوړه اغیزه وکړي.
د سوداګریو خونو د عامل پلاوي رئيس، عتیق الله نصرت وايي:«دا یوه اندېښنه ده او آن اوس موږ چې دا بندیزونه به پر کومې برخې وي او موږ خپلې اندېښنې د امریکا سفارت اقتصادي برخې سره هم شریک کړي دي، دوی هم نه پوهیږي چې دا بندیزونه پر کومې برخې دي.»
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په دې اړه کوم روښانه نظر نه لري خو وايي، افغانستان د خپلو ملي ګټو پر بنسټ هڅه کوي چې د سیمې او ایران له سوداګرو سره په سوداګریزو چارو کې ستونزه رامنځته نه شي.
د سوداګرۍ وزارت ویاند، مسافر قوقندي زیاتوي:«ښايي دا بندیزونه د ایران پر اقتصاد اغیزې ولري، خو موږ د ملي ګټو پر اساس د ترانزیت لپاره له هرې لارې کار اخلو چې ستونزې زموږ سوداګرۍ سره مخامخ نشي او ایران هم د هغې برخه ده.»
دوی وايي، له ګاونډیو هیوادونو سره د ترانزیټ او د سوداګریزو چارو د بدیل لارو لټول د هېواد د بهرنیو سوداګرود ستونزو یوازینۍ لاره ده.
بلخوا د اقتصادي چارو کار پوهان له حکومته غواړي له سیمې د سوداګریزې اړیکو ښه کیدو په موخه دوه او څو اړخیزو هوکړو باندې کار وکړي.