Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان ملي لوبډله نن شپه له اردن سره لوبه کوي

ټاکل شوې ده چې نن شپه ۹:۳۰ دقیقې ( د وږي پر ۱۴مه) د آسیا ملتونو جام فوټبال سیالیو کې له اردن سره لوبه وکړي او دا لوبه له لمر ټلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

افغانه لوبډله په درېیمې ډلې کې له اردن، ویتنام، کمبودیا سره هم‎ډله ده.

په دې ډله کې اردن له څلورو امتیازو سره د نوملړ په سر کې دی، کمبودیا له درېیو سره په دوهم، ویتنام له دوو سره په درېیم او افغانستان له یوه امتیاز سره په څلورم ځای کې دی.

لوبغاړی، فیصل شایسته وايي:«له اردن سره به لوبه زموږ لپاره ګرانه وي. اردن پیاوړی ټیم دی. خو موږ هم د بایللو لپاره نه یوو راغلي او د پرمختګ لپاره لا ډېر امتیاز ته اړتیا لرو.»

دا لومړی ځل دی چې اردن او افغانستان سره لوبه کوي.

د افغانستان د فوټبال لوبډلې روزونکی، ایتو فیسټر څرګندوي:«موږ په ملي لوبډله کې دېرش لوبغاړي لرو. ځینې یې په لوبو کې زیانمن کېږي او یو شمېر هم په کلپونو کې لوبه کوي. ځینې وخت ښه لوبه کوي او ځينې وخت هم نه. یو شمېر لوبغاړي زموږ تر څار لاندې دي او ډیر خوشاله دي، موږ دې لوبې ته سل په سلو کې چمتو یوو.»

د افغانستان لوبډله په درېیمې ډلې کې له اردن، ویتنام، کمبودیا سره هم‎ډله ده چې اردن له څلورو امتیازو سره د نوملړ په سر کې دی، کمبودیا له درېیو سره په دوهم، ویتنام له دوو سره په درېیم او افغانستان له یوه امتیاز سره په څلورم ځای کې دی

شریک یي کړئ