ټاکل شوې ده چې په روسیه کې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په لړ کې، نن (جمعه د چنګاښ ۱)له غرمې وروسته درې لوبې ترسره شي.
په لومړنی لوبه کې، برازیل د کاسټاریکا په وړاندې ډګر ته وردانګي، په دویمه لوبه کې چې په اوه نیمو بجو پيلېږي، نایجریا د ایسلنډ په وړاندې لوبه وکړي. او په درېیمه لوبه کې به چې د شپې په لس نیمو بجو ده، صربستان به د سویس په وړاندې لوبه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په شپه هم درې لوبې ترسره شوې چې په لومړنۍ لوبه کې، د ډنمارک ملي لوبډله د اسټرالیا د ملي لوبډلې په وړاندې ډګر ته ووته چې په پایله کې د یو یو مساوي لوبه پای ته ورسېده.
په دویمه لوبه کې چې د ماښام په اوه نیمو بجو پیل شوه د فرانسې او پېرو ترمنځ وه فرانسویان وتوانېدل چې پیرو ته ۱-۰ په وړاندې ماته ورکړي.
په درېیمه لوبه کې چې د کرواسیا او ارجنټاین ترمنځ وه کرواسیا وتوانېده چې ارجنټاین ته ۳ـ۰ په وړاندې ماته ورکړي او د دغې لوبې درې امتیازه خپل کړي.