Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فټبال جام اتلولي فرانسې خپله کړه

په روسیه کې د ۲۰۱۸ فټبال نړیوال جام سیالیو وروستۍ او د جام ګټلو په موخه لوبه کې کرواسیا او فرانسه سره مخامخ شول.

په دې لوبه کې بخت د فرانسې ملتیا وکړه او لوبه یې ۴ـ۲ پر وړاندې له کرواسیا وګټله او په دې سره یې د اتلولۍ جام پر سر پورته کړ.

فرانسه وتوانیده چې کرواسیا ته په ماتې سره له شلو کلونو وروسته بیا ځلې په نړۍ کې د اتلولۍ جشن ولمانځي.

فرانسې ته پوګبا، اېمباپې، او ګریزمن ګولونه ووهل  او د کرواسیا لومړی ګول پېرېسېچ ترسره کړ.

کرواسیا هم د فرانسي د ګول کیپر هیوګو لوریس د تېروتې څخه ګټه پورته کړه او دوهم ګول یې ووهه.

فرانسه کله چې په ۱۹۹۸ کې د نړیوالو لوبو کوربه وه، د اتلولۍ جام یې خپل کړی وه.
 
د فټبال جام اتلولي فرانسې خپله کړه

فرانسې ته پوګبا، اېمباپې، او ګریزمن ګولونه ووهل او د کرواسیا لومړی ګول پېرېسېچ ترسره کړ. فرانسه په ۱۹۹۸ کې هم د نړیوالو لوبو اتله شوې وه

شریک یي کړئ