د هېواد د فوټبال ۱۵ کلنو ملي لوبډلې د مرکزي اسیا جام یا (کفا) سیالیو په خپله پنځه او وروستۍ لوبه کې د کوربه ازبکستان په وړاندې لوبه ۰-۰ مساوي کړه.
د هېواد دغو لوبغاړو په ټول کې له دوه بریاو، دوه بایللو، او یوه مساوي لوبې او له ۷ امتیازو سره د دغو سیالیو څلورم مقام خپل کړ.
په دغو سیالیو کې افغانستان قرغزستان او ترکمنستان ته ماتې ورکړه، خو د تاجکستان او ایران په وړاندې یې ماتې ومنله.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ملي لوبغاړو د دغو سیالیو په لومړي پړاو کې چې تېر کال ترسره شوې وه، د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړې وه.
په دغو سیالیو کې د لومړي ځل لپاره د هېواد درې نړیوالو داورانو د دغو لوبو د قضاوت لپاره حضور درلود.