Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېوا د کرېکټ نولس کلنو ملي لوبډلې کویټ ته ماتې ورکړه

د هېواد د کرېکټ نولس کلنو ملي لوبډلې، د اسیا جام سیالیو په خپله دویمه لوبه کې کویټ ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دا لوبه نن سهار(شنبې د وږي په ۱۷مه) په سریلانکا کې ترسره شوه.

په دغې لیدنه کې د توپ وهنې په برخه کې د هېواد په ګټه فرحان زاخېل ښه وځلې او وتوانېد چې ۳۸ منډې جوړې کړي.

په همدې ترتیب سره، د توپ اچونې په برخه کې د افغانستان لپاره شفیق‎الله غفاري ښه وځلېد او د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي یې وسوځول.

د هېواد د کرېکټ د نولس کلنو لوبډله به په خپله درېیمه لوبه کې د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۱۸مه) د هند په وړاندې بخت وازمايي.

د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې چې له پاکستان سره وه د پاکستان ملي لوبډلې ته یې د ۸۵ منډو په توپیر ماته ورکړې وه. 

شریک یي کړئ