Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ریال مادرید د بارسلونا پر وړاندې ماتې وخوړه

تېره شپه (د لړم شپږمه) د لالیګا پړاو د سیالیو په اوږدو کې ریال مادرید او بارسلونا سره مخامخ شول. 

دا لوبې چې د هسپانیا په نیو کیمپ کې روانې وې، لسمه اوونۍ يې ده، چې تېره شپه بارسلونا او ریال مادرید سره مخامخ شول. 

د ریال مادرید روزونکی چې د لوپتګي پر وړاندې هم په ګونډو شوی و، هیله‌من و چې ښې پایلې به لاسته راوړي، خو بارسلونا هم وکولی شول، چې ماتې ورکړي.

هغه د بارسلونا پر وړاندې له ماتې وروسته وویل: «دا یوه سخته ماتې ده، په تېره بیا چې د بارسلونا پر وړاندې خوړل شوې وې.»

هغه زیاته کړه: «په دویمه نیمايي کې مو د پایلو د بدلولو موقعیتونه لرل، چې باید ګټه مو ترې اخیستې وای، په لومړۍ نیمايي کې بارسا ښه لوبډله وه، که څه هم ښه موقعیت يې خپل نه کړ.»

په دې لوبه کې د بارسلونا لپاره کوتینیو او ارتور ویدال یو ـ یو ځل او لویس سوارز هم درې ګوله ووهل. 

د مادرید روزونکي وویل: «په دویمه نیمايي کې مو د پایلو د بدلولو موقعیتونه لرل، چې باید ګټه مو ترې اخیستې وای، په لومړۍ نیمايي کې بارسا ښه لوبډله وه، که څه هم ښه موقعیت يې خپل نه کړ.»

شریک یي کړئ