په ترکیه کې نن(یکشنبې د چنګاښ ۲مه) د دې هېواد ولسمشرۍ او پارلمان غړو ټاکنو لپاره د رایو ورکړې بهیر پیل شو.
په دې ټاکنو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر وړاندې پنځه سیالان ولاړ دي او ورته یې د بریا موکه کمه کړې ده. دا ټاکنې د اردغان پنځلس کلنو کړنو په اړه یوه ټول پوښتنه هم بلل کېږي.
د ترکیې خلک د ولسمشر ترڅنګ د پارلمان ۶۰۰غړو ته هم رایه ورکوي.
وروسته له ۱۵ کلنو د دې هېواد ولسمشر، رجب طیب اردوغان واک له بندون سره د مخ کېدو په حال کې دی او سیالان یې د سختې سیالۍ په هڅه کې دي، د نوموړي پر وړاندې درېیو لویو او یو شمېر کوچنیو ګوندونو استازو ځانونه نوماند کړي دي.
ښاغلي اردوغان په خپله وغوښتل چې لنډ وخت کې ټاکنې ترسره شي، خو اوسمهال سیالان یې هڅه کوي تر څو وروسته له ۱۵ کلونو نوموړی له واکه لیري کړي او په ټاکنو کې دوی بریالي شي.
داسې ویل کېږي چې د لومړي ځل لپاره د ولسمشر اردوغان پر وړاندې سیالان یې سره یو شوي دي، او هڅه یې د نوموړي له واکه په شا کول دي.
په دې ترځ کې ، اقتصادي وضعیت، په سوریه کې د ترکیې جګړه، له رسنیو سره د اردوغان د حکومت چلند او له لویدیځ سره یې اړیکې د رایو ورکولو له مهمو موضوعګانو شمیرل کیږي.