سپینۍ ماڼۍ اعلان کړی چې امریکا متحده ایالاتونو او سعودي عربستان ترمنځ د ۱۱۰ میلیارډو ډالرو په ارزښت د وسلو پېر په موخه هوکړه شوې ده.
امریکايي چارواکي ویلي دي چې دې هوکړې کې دفاعي تجهیزات او د خدمتونو وړاندې کول شامل دي او وبه کولی شي چې په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سعودي عربستان وړتیا زیاته کړي.
دې هوکړې کې پوځي قراردادونه هم شامل دي چې ارزښت یې ۳۵۰ میلیارډه ډالرو ته رسیږي او په ۱۰ راتلونکو کلونو کې به پلي شي.
همداراز د سعودي عربستان پادشاه، سلمان بن عبدالعزیز او د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالنډ ترمپ همداراز "ګډ سټراتیژیک نظر" هم دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک کړ.
ویل کېږي چې دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي هوکړې هم شوې دي.
د سعودي عربستان او امریکا ترمنځ اقتصادي هوکړې د سعودي عربستان پادشاه، سلمان بن عبدالعزیز او د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالنډ ترمپ په شتون کې لاسلیک شوې دي.