د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر له خپل روسي سیال، ولادمیر پوتین سره د نړۍ د شلو لویو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې په آلمان کې وشوه.
د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وایي چې، له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره یې ښې خبرې اترې درلودې.
له داعش ډلې سره د مبارزې څرنګوالی، د شمالي کوریا او اقلیمي بدلون هغه مهمې موضوعګانې وې چې دواړو لورو پرې خبرې وکړې.
پوتین او ټرمپ وایي چې دواړه لورې هڅه کوي تر څو د واشنګټن او مسکو ترمنځ ترینګلې اړیکې ښې کړي.
د جرمنۍ لومړۍ وزیره انګلا مرکل، د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو د سرمشریزه چې جمعه(د چنګاښ۱۶)جوړه شوه، کوربنه ده.
د ایټالیان د بهرنیو چارو وزیر پاولو جنتیلوني، د برټيانیا لومړۍ وزیره،تېرزا مې، د کاناډا لومړی وزیر جستین تردودو، د جاپان لومړی وزیر شینزوابه، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردوغانم، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، د روسیې ولسمشر ولادیمیرپيوتین او د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د غونډې مېلمانه دي.
د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې اصلي موضوع سوداګري او د اوبو او هوا بدلونونه دي.
یو بحث هم د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ کچه ده، چې ډونلډ ټرمپ پرې نیوکه کړې.