کشمیر کې د هندي ځواکونو پر کاروان د وسلهوال برید په پایله کې درې تنه د دې هېواد سرتېري وژل شوي دي.
سیمهييز چارواکي وايي چې یوې وسلهوالو چې پر موټل سایکل سپاره وه، د کشمیر مرکز جمو او کشمېر نېږدې سیمې سرینګر کې پر هندي ځواکونو برید کړی دی.
د برید کوونکو موندلو په موخه پلټنې روانې دي.
تېره میاشت کې هم وسلهوالو د هند پر پوځي مرکز برید کړی وه او په پایله کې یې ۷ تنه هندي سرتېري وژل شوي وو.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې تر څو کلونو نسبي ارامښت وروسته یو ځل بیا په روان زیږدیز کال کې نا امني راپورته شوې دي. نوي ډیلي اسلام آباد په کشمير پر تاوتریخوالي تورنوي، نو اسلام اباد دا تورونه رد کړي دي.
هند او پاکستان له ۱۹۴۷ کاله تر اوسه د هند لانجې پر سر دوه ځله جګړه کړې ده.
کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ په دوو سیمو وېشل شوې ده، خو دواړه لورې پرې د ټول واک ادعا لري.