ملګري ملتونه په خپل تازه راپور کې وايي چې د سولې خبرو پیل سره افغانستان کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله نه ده کمه شوې.
د راپور له مخې که څه چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال تېرو نهو میاشتو کې د تېر کال همدې مودې پرتله د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې کچه ۳۰ سلنه کمه شوې، خو د خبرو پیل نه دی توانېدلی چې دغه مرګ ژوبله ودروي.
دغه تازه راپور د روان زږدیز کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله ۵،۹۳۹ تنه ښیې چې له ډلې یې ۲۱۱۷ وژل شوي او ۳۸۲۲ ټپيان شوي دي.
سره له دې شمېرې ښیې چې د روان کال مرګ ژوبله د تېرو اتو کالو پرتله کمه ده.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی دفتر(یوناما) د جګړې له ښکلو غاړو غواړي چې د ملکي کسانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له یوې میاشتې ډېره موده کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ دوحه کې د سولې رسمي خبرو لپاره مقدماتي ناستې پيل شوې، خو تر اوسه دواړه لوري د اصلي خبرو پر طرزالعمل هوکړې ته نه دي سره رسېدلي.
که څه چې تمه کېده د سولې خبرو پیل سره هم مهاله افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي، خو تاوتریخوالی زیات شوی دي، د دفاع وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال د هېواد په شلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي. له دې ډلې کابو درې اوونۍ کېږي چې د هلمند ولایت لښکرګاه ښار څنډو کې سختې نښتې روانې دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دغو نښتو کابو اویا زره کسان بې کوره کړي هم دي.
ملګرو ملتونو همداراز هلمند کې د نښتو زیاتوالي، ننګرهار، لغمان او غور کې بریدونو، تخار کې هوايي برید او د کابل لویدیځ کې پر یوه روزنیز مرکز د برید په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
کابل کې تازه برید کې یوه بریدګر د کوثردانش په نامه پر یوه روزنیز مرکز برید وکړ چې پایله کې یې ۳۰ کسانو ژوند بایلود او اویا تنه نور ټپیان شول. د پېښې ډېری قربانیان زده کوونکي وو چې د کانکور چمتووالي لپاره یې یاد مرکز کې زده کړې کولې.
د ملګرو ملتونو راپور ښیې چې د تېرو ۹ میاشتو ۳۱ سلنې مرګ ژوبله کې ۱۳ سلنه یې ماشومان او ښځې دي.
راپور کې راغلي دي چې د ۵۸ سلنې مرګ ژوبلې لامل د دولت مخالف وسله وال دي، او په کې راغلي دي چې تېرو نهو میاشتو کې د طالبانو لخوا د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې کچه ۶ سلنې زیاته شوې ده، خو د دغې ډلې لخوا د تېر پرتله د مرګ ژوبلې کچه بیا ۳۲ سلنه کموالی ښیې.
د ناپېژاندو ډلو لخوا د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې کچې زیاتوالی هم د ملګرو ملتونو د راپور بله برخه ده، خو د داعش ډلې د بریدونو له کموالي یې ویلي دي.
ملګرو ملتونو د ملکي کسانو د ۲۸ سلنې مرګ ژوبلې کې دولت پلوه ځواکونه پړه بللي دي، خو زیاته کړې یې ده چې د دغو ځواکونو بریدونو کې هم د مرګ ژوبلې کچه ۳۴ سلنه راکمه شوې ده.
راپور کې همداراز ویل شوي دي چې د افغان ځواکونو هوايي بریدونو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله بیا اویا سلنه زیاته شوې او دا د اندېښنې وړ ده.