د ملګرو ملتونوعمومي منشي پوخ فرانسوي ډپلوماټ، ژان آرنو د افغانستان او سیمې په چارو کې د ځانګړي استازي په توګه ګمارلی دی.
ښاغلي آرنو لږ تر لږه دېرش کاله د افغانستان په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو کې د ملګرو ملتونو لپاره کار کړی دی.
د ملګرو ملتونو خبرپاڼه کې راغلي دي:«د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ښاغلي ارنو غوښتنه کړې چې(افغانستان کې) د یوې سیاسي حل لارې لپاره له یوناما سره مرسته وکړي.»
ژان ارنو د ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۸ زیږدیزو کالو ترمنځ د کلمبیا د سولې خبرو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی و، او له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۰ کاله پورې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي په توګه یې بولیویا کې کار کړی دی.
نوموړی په داسې حال کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ګمارل کیږي چې ټاکل شوې ملګري ملتونه په ترکیه کې د افغانستان د سولې په تړاو د ناستې کوربتوب وکړي.