د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې واشنګټن کې ترسره شوې وه وویل چې دا هېواد له طالبانو سره د سولې په خبرو کې غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې امریکا یو ځل بیا د افغانستان له خاورې ونه ګواښل شي او د ناټو غړو هېوادونو سره د دغه هېواد ګډې قربانۍ به بابېزه نه شي.
هغه زیاته کړه:؛«موږ کابو ۱۸ کاله، د ناټو له همکارانو او تړونوالو سره په افغانستان کط جګړه وکړه. موږ افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکړه. ما خپل سیالان د زلمي خلیلزاد د کار او د هغه د ډپيلوماټیک مسوولیت په اړه خبر درکړ. او دا کار زما په حکم شوی دی. امریکا به ډاډ ترلاسه کړي چې زموږ ډلهییزې قربانۍ نه ضایع کېږي او ترهګر هېڅکله نه شي کولای یو ځل بیا د افغانستان له خاورې موږ وګواښي.»
په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي په دغې غونډه کې وویل چې زلمی خلیلزاد د ناټو غړو هېوادونو په ملاتړ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لټه کې نه بلکې د سولې د هوګړې په هڅه کې دی.
ینس سټولټنبرګ په دې اړه زیاته کړه:«سفیر خلیلزاد په ځلونه ویلي چې هغه د بهر کېدو د هوکړې لپاره نه بلکې د سولې هوکړې لپاره خبرې اترې کوي. او البته د اوسنیو خبرو اترو کلي موخه یوې سیاسي هوکړې ته رسېدل دي چې دا شونې کوي، څو په افغانستان کې سوله د لومړي ځل لپاره په څو کلونو کې ټينګه کړي.»
هغه زیاته کړه:«هغه څه چې موږ ټولو په ځلونو له هغې ډلې له خلیلزاد سره په مشوره کې یاده کړې دا ده چې اړتیا لرو ډاډه شو چې د سولې هر ډول تړون د ترهګرو په پټنځای د افغانستان له بیا بدلېدو ډاډ راکړي او دا هوکړه د هغو لاسته راوړنو پر بنسټ ترلاسه شي چې له یو بل سره مو ترلاسه کړي دي.»