Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینې: طالبان د سولې وړاندیز شوې مسودې د څېړنې وروستي کېدو کې دي

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې د طالبانو له خوا د سولې هوکړه لیک د مسودې په کله د دغې ډلې سلامشورې د وروستي کېدو په حال کې دي.

زلمي خلیل زاد په دوحه کې له طالب استازو سره په کتنه کې، د سولې د هوکړه لیک هغه مسوده له هغوی سره شریکه کړې ده چې ورته هغه یې په کابل کې له افغان سیاستوالو سره شریکه کړې وه.

ورته مهال د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د اسلام اباد سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي چې د سولې بهیر کې د امریکا وروستي خوځښتونه د سولې بهیر په بریالیتوب کې د واشنګټن د جدیت ښودنه کوي.
           
ښاغلي ضعیف په دې هکله وویل:«د امریکا دا اخرني فعالیتونه او افغانستان ته د یوه لیک استول د دې ښکارندوی دی چې امریکا په جدیت سره د افغانستان په موضوع کې دلچسپي لري؛ او غواړي چې د سولې موضوع ګړندۍ شي. دا د افغانانو او د ټولو لپاره یو ښه چانس دی، چې له حالاتو څخه په پورته مهارت، هوښیاري، پوهاوي او تعقل سره استفاده وکړي.»

طالبان او امریکایان اوس مهال د تاوتریخوالي د کموالي په تړاو هم پر یوې طرحې بحث کوي.
             
په اسلام آباد کې د طالبانو د واکمنۍ سفیر عبدالسلام ضعیف څرګندوي:«له طالبانو سره د امریکا همدا اوسنیو موضوعاتو باندې بحث روان دی، چې څنګه کولای شي اورکم او د بندیانو ازادول همدارنګه له تور نوملړه د طالبانو اېستل، په دې باندې جدي بحث روان دی او پرمختګونه هم شوي دي.»

تمه کېږي چې روسیه هم تر نهو ورځو پورې د سولې د یوې غونډې کوربه‎توب وکړي. دې غونډې ته ولسمشر غني، عبدالله عبدالله، د مخکښو سیاسي ګوندونو مشران، د طالبانو استازي او د سیمې د هېوادونو استازي بلل شوي دي.

افغان حکومت او طالبان وایي چې د دې بلنې د څېړلو په حال کې دي.
 
د امریکا متحده ایالتونه هم د افغان سولې د بریالیتوب لپاره د نړیوالو او سیمه ییزو هڅو ډاډ ورکوي.
 
د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس څرګندوي:«موږ هڅه کوو او هر هغه څه چې په وس کې مو دي کاروو، چې د ښکېلو لوریو ملاتړ وکړو. موږ هر هغه څه چې په وس کې مو دي د نړیوالو او سیمه ییزو همکارانو د همغږي کولو لپاره یې کاروو، روښانه کړو چې موږ ټول د افغانستان په راتلونکي کې، په امنیت، ټیکاو او د وروستیو کلونو د لاسه راوړنو په تېره بیا د افغان ښځو او نجونو د وروستیو کلونو د لاسته راوړڼو په ساتلو کې ونډه لرو.»

په افغان سولې بهیر کې د سیمه ییزې همغږۍ له هڅو سره همهاله، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان د سولې د هوکړه لیک مسوده د پاکستان له پوځي او ملکي چارواکو سره هم شرکه کړې ده .
              
په پاکستان کې خبریال طاهر خان وايي:«امریکایان اوس د دغه پلان لپاره ملاتړ غواړي. د نورو هېوادونو او د سیمې د هېوادونو، په همدې ترڅ کې ده (خلیل زاد) پاکستان ته سفر کړی دی.»

زلمی خلیل پاکستان ته له سفر وروسته بېرته قطر ته ستون شوی دی او په قطر کې سرچینې وایي چې ښاغلی خلیل زاد د تاوتریخوالي د کمښت او د سولې د هوکړه لیک د مسودې په تړاو له طالبانو سره د خبرو په حال کې دی.

شریک یي کړئ