Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې ۱۳۳ ښوونځي تړلي دي، خو ۲۹ یې نړیواله جایزه ترلاسه کړه

که څه هم کندهار ولایت کې د نا امنیو له کبله د ۱۳۳ ښوونځیو دروازې تړلې او زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي، خو «د ښوونځيو نړيوال پروګرام» لخوا چې د تېرو پنځو کلونو راهيسې بريټش کنسل پيل کړی، د دغه ولایت ۲۹ ښوونځیو په یوې نړیوالې سیالۍ کې لومړۍ او دوهم مقامونه ترلاسه کړي دي.

د دغه پروګرام مسوولین وايي له دې کاره یې موخه په نړۍ کې له ښوونځیو سره د افغانستان ښوونځیو د اړیکو جوړول دي.

له دې سره هر ښوونځی د خپلې سیمې کتلور او تجريبې د نړيوالو ښوونځيو سره په انلاین ډول شریکوي.

د کندهار د پوهني رئیس، محیب احمد روښان وايي:«دا د بریټیش کونسل یو پرواګرام دی چې په ۱۲۹ هېوادونو کې پرمخ وړل کیږي. سږکال د ډېرو ستونزو سره بیا هم موږ وتوانیدو چې ۲۹ لومړي او دوهم مقامونه يي تر لاسه کړو، په دي پروګرام کې هندوستان، پاکستان، بنګلادیش، نیپال اونور هېوادونه هم ګډون لري.»

په همدې حال کې د کندهار د پوهنې ریاست مسوولین څرګندوي چې روانو ناامنیو پر ښوونيز بهير منفي اغېزه کړې او زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

ښاغلی روښان وړاندې وايي:«زموږ د ۴۸۸ ښوونځیو څخه ۱۳۳ یې تړلي دي او دا چې جګړه په مرکزي ولسوالیو کې هم شدیده شوه، ډېر نور ښوونځي مو هم له تړل کېدو سره مخ دي، يعنې هغه ولسوالۍ چې جګړه ده پکې، نو ښوونځي یې کله پرانیستي او کله هم تړلي وي، چې دغه کار د ښوونې پر بهیر منفي اغېزه کړې ده.»

د کندهار ولایتي مسولین هم پدغه ولایت کې د پوهنې د بهیر څخه خوښ نه دي.

د کندهار د ولایتي شورا رییس، سید جان خاکریزوال په دې اړه وايي:«‎د کندهار د پوهنې ریاست فعالیتونه، د کندهار ولسونو، زده کوونکو او هیچاته د قناعت او منلو وړ نه دي، دلته ډېرې ستونزې او لاس وهنې دي چې دا د کندهار د ماشومانو د راتلوونکي سره په ښکاره جفا ده.»

د کندهار والي، روح الله خانزاده وايي:«‎پوهنې ریاست کې لاس وهنې، فساد غلا او هر ډول غیرې قاونوني کړنې راته د منلو وړ نه دي او ژمنه کوم، که کوم څوک په اداري فساد تورن وي او یاهم تورن شي، هغه ته سخته سزا ورکول کیږي.»

د کندهار د پوهنې رياست مسوولين د کتاب نشتون، د ښوونکو کمښت، ناامني، اداري فساد، د ښوونځيو د ودانیو نه درلودل او ورته نورې ستونزې د ښوونيز بهير په وړاندې خنډونه بولي.

شریک یي کړئ