په کندهار ولایت کې د ۴۷۰ ښوونځیو له دلې ۱۲۰ ښوونځي تړلي دي، د یاد ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي تېر کال يې د تړل شوو ښوونځیو له ډلې۳۱ ښوونځي بیرته فعاله کړي.
خو ریګستان، ښوراوک او غورک ولسوالیو کې هېڅ کوم ښوونځۍ نشته.
د کندهار ولایت د پوهنې رئیس، عبدالقادر پیوستون د تړل شوو ښوونځيو په اړه وايي:«موږ دا مهال ۱۲۰مکاتب غیري فعال چي دا تړل شوي دي او اکثره مکاتب مو جدیدالتاسیس دي چې اوس مو یې د جوړیدو مکتوبونه اخیستي دي یعني اوس یې تازه جوړوو، غیرې فعال په دې مانا چې ښوونځي شته خو هلته زده کوونکي د زده کړو لپاره نه ورځي او یاهم ښوونکي زړه نه ښه کوي چې د زده کړو لپاره ورشي.»
نوموړی وایي ډېرې تړل شوي او غیرې فعاله ښوونځي يي په ولسوالۍ کې شتون لري او په ریګستان او ښورابک ولسوالۍ کې د څو کلنو راپه دیخوا هیڅ ښوونځۍ نشته. خو په په غورک ولسوالی کې د څه کم دوه کلنو راپدیخوا يې د نا امنیو له کبله ټول ښوونځي تړل شوي دي.
ښاغلی پیوستون زیاتوي:«ښورابک او ریګستان یو له هغو ولسوالیو څخه دی چې د ډېره وخته هلته ښوونځي نشته یعنې کلونه کلونه کیږي چې ښوونځي نشته هلته، د هغه ځای د اوسیدونکو سره خبرې کړې دي او هڅه مو داده چې ښوونځي جوړي کړو، خو په غورک کي وړاندي تر دې ښوونځي وي، خو د نا امنیو له امله تړل شوي دي.»
بل خوا د کندهار ولایت اوسیدونکي په ډېر شمېر کې د تړل شوو ښوونځيو په اړه اندیښنه لري او له حکومت څخه غوښتنه کوي تر څو په ولسوالیو کي تړل شوو ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصي کړي.
د کندهار اوسېدونکی، محمد امین وايي:«موږ د تړل شوو ښوونځيو په اړه سخته اندیښنه لرو ځکه دا کم ښوونځي نه دي زرګونه کسان د دغه ښوونځیو په تړل کیدو سره له زده کړو څخه بي برخه دي.»
بل اوسېدونکی، مصطفی زیاتوي:«له حکومت څخه غوښتنه کوو چې هر څومره ژر کیدای شي دا ښوونځي دي فعاله شي.»
د کندهارد پوهنې ریاست د شمېرو له مخې اوس مهال دې ولایت کې ۳ لکه او ۲۰ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي چې ۸۵ زره یې نجونې دي.