Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کوفي: دوحه کې د سولې مذاکرې د پام وړ پرمختګ نه دی لرلی

د افغانستان د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي چې ټاکل شوې ده په دوحه کې د طالبانو پر استازو د ملګرو ملتونو سازمان د بندیز موده تر راتلوونکو دوو میاشتو پای ته ورسېږي.

مېرمن کوفي وايي چې ملګرو ملتونو سازمان د قطر په غوښتنې، د طالبانو پر استازو خپل بندیزونه د لنډې مودې لپاره لرې کړي وو، چې د سولې خبرې اترې پایلې ته ورسېږي خو د کوفي په وینا د سولې مذاکراتو لا هم د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

فوزیه کوفي وايي هغه څه چې طالبان یې د افغانستان مرکچي پلاوي غړو ته مطرحه کوي او اعلامیه ورکوي په هېواد کې د دغې ډلې د جنګیالیو له کړنو سره په ټکر کې دي:«د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د طالبانو د غړو پر سفرونو او سیاسي کارونو د بندیزونو لرې کول یوازې تر سپټمبر میاشتې دي؛ یعنې هغه فرصتونه چې پاتې دي باید له دغو فرصتونو استفاده وشي او سیمه ییز فشارونه باید زیات شي.»

سیاستوال وايي چې د سولې په مذاکراتو کې نه پرمختګ او د ولسوالیو د نیولو لپاره د طالبانو هڅې او پر ښارونو د دغو ډلو بریدونه د سولې مذاکراتو د راتلوونکي په هلکه هیلې کمې او په طالبانو د سیاسي دفتر پر اغېزمنتیا باورونه کم شوي دي.

د افغانستان د ملي پیوستون نهضت ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني وايي:«که چېرې مذاکرات نه وي فکر کوم د دوحې دفتر ته هم اړتیا نشته؛ په ځانګړې توګه اوس چې جګړې زور اخیستی او د جګړې دغه زور پر مذاکرې منفي اغېز لري.»

ورته مهال، هېوادوال وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد د وضعیت پر ښه والي او د جګړې پر پای بې باوره کېږي.

د کابل اوسېدونکی حشمت الله وویل:«خلک هره ورځ قرباني کېږي، د سولې په هکله خپلې هیلې له لاسه ورکوي. په دوحه کې د طالبان سیاسي دفتر باید وتړل شي.»

په داسې حال کې چې د طالبانو ویاندویان وايي چې د دې هېڅ ګواښ نشته چې پر ښارونو دې بریدونه وکړي، لا روښانه نه ده چې کله به د هېواد د سولې بهیر جدي پړاو ته ورسېږي. له دې مخکې د حکومت او طالبانو پلاویو په دوحه کې په لوړه کچه د سولې مذاکراتو پر دوام او چټکتیا هوکړه کړې وه.

شریک یي کړئ