د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، پرون (جمعه د وږي په ۱۲ مه) ګوګل د دې پخلی و نهکړ، چې د افغانستان د دولت حسابونه یې بند کړي، خو دا یې ویلي، چې ګوګل د افغانستان حالت څاري.
ګوګل زیاته کړې:"د اړوندو حسابونو د خوندیتوب لپاره ځینې لنډمهالي ګامونه اخلو."
د مخکیني حکومت یوه کارکوونکي رویټرز ته ویلي، چې طالبان هڅه کوي د مخکنیو چارواکو برېښنالیکونو ته لاسرسی ومومي.
د مخکیني حکومت دغه کارکوونکي ویلي، چې طالبانو ترې غوښتي، د هغه وزارت په سرورونو کې موجود معلومات چې ده پهکې کار کړی وساتي.
دغه چارواکي ویلي:"که زه دغه کار وکړم، هغوی (طالبان) به د وزارت د مخکیني مشرتابه رسمي معلوماتو او اړیکو ته لاسرسی پیدا کړي."
دغه حکومتي کارکوونکي زیاته کړې چې د طالبانو دغه غوښتنه یې نه ده منلې او اوس پټ ګرځي.
د رویټرز په رپوټ کې راغلي، چې د دوی معلومات ښيي، چې د مالیې، سوداګرۍ، لوړو زدهکړو او کانونو وزارتونو په ګډون ګڼو حکومتي ادارو خپل رسمي ایمیلونه د ګوګل له لارې مدیریت کړي – دغه راز د ارګ د تشریفاتو ادارې هم د ګوګل حسابونه کارولي.
د انټرنیټي امنیت یوه کارپوه رویټرز ته ویلي، چې د امریکا جوړو ډيجیټلي زیربناوو ته لاسرسی طالبانو لپاره مهمه چاره ده او ډېر ارزښت ورته لري.
طالبانو لا تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.