د کورنیو چارو وزارت په هند او نورو هېوادونو کې له ټولو افغان پوځي زدهکړیالانو غوښتي چې بېرته افغانستان ته راستانه شي.
د دې وزارت ویاند طلوعنیوز ته وايي، دغه زدهکړیالان به د تخصص له مخې د هېواد په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې وګمارل شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي: «یاد کسان به د خپلو زدهکړو او مسلک مطابق په دندو وګمارل شي، هیله ده دوی خپل هېواد ته راستانه شي او د خپل هېواد او خلکو خدمت وکړي.»
بلخوا په هند کې د افغانستان سفارت مسوولان وایي، هغه زدهکړیالان چې په هند کې یې پوځي زدهکړې کړې دي، افغانستان ته له راستنېدو وېره لري.
په هند کې د افغانستان د سفارت د مطبوعاتو مسوول عبدالحق ازاد وايي: «دغه زدهکړیالان خپل وطن ته د ستنېدو ویره لري، ځکه دوی ډاډه نهدي چې څه ډول راتلونکی یې په مخ کې دی.»
خو د پوځي چارو یو شمېر شنونکي پهدې باور دي چې له هنده د پوځیانو د راستنېدو لپاره باید سرپرست حکومت باور جوړونه وکړي.
د پوځي چارو کارپوه اسدالله نديم وايي: «ډېری فکر کوي چې دغو کسانو په هند کې زدهکړې کړي، ښايي هېواد ته ژمن نهوي، په داسې حال کې چې داسې نهده، دا مسلکي او هېوادپال خلک دي، بايد باور جوړ شي.»
هند له ۲۰۰۵ زېږدیز کال راهیسې د سلګونه تنو پوځیانو لپاره د زدهکړې زمینه برابره کړې وه چې پهدې لړ کې په تېرو یوولسو میاشتو کې په دې هېواد کې ۲۰۰ پوځي زدهکړیالانو خپلې زدهکړې پایته رسولې دي.
په دې اړه مو اندونه