Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ځنډ پرته د ښځو پر زده کړو او کار د بندیز لغوه کېدو لپاره د یوناما غوښتنه

د یوناما سیاسي مرستیال مارکس پوټزل د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست ندا محمد ندیم سره په لیدنه کې، له ځنډ پرته په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار بندیز د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

د یوناما دفتر پر ټوېټر پاڼه لیکلي دي، چې د سرپرست حکومت وروستۍ پرېکړې به د افغانستان پر ټولو وګړو اغېز وکړي او افغانستان به له نوي ناورین سره مخ شي.

د یوناما دفتر په ټوېټر پاڼه لیکل شوي:«افغانستان د ناورين یو نوي پړاو ته ور دننه کېږي. د طالبانو  لخوا دښځو پر زده کړو او په مرستندویه ادارو کې د هغوی پر کار بندیز به ټول افغانان زیانمن کړي. د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال مارکس پوټزل نن د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې ژر تر ژره د محدودیتونو د لېرې کولو غوښتنه وکړه.»

بل خوا، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د اسلامي امارت له چارواکو غوښتې دي، چې په هېواد کې نجونو ته د زده کړو او تحصیل زمینه برابره کړي.

ښاغلي حکمتیار وویل:«له چارواکو غواړو افغان سر لوړی ولس له دې پېغوره وژغورئ، نوی نسل او خپل اولاد به په خپل لاس، په خپل هېواد کې، په خپلو تعلیمي مراکزو کې او د داسې رغنده تعلیم نصاب په غږ کې وروزو چې نه یوازې له هر چا سره سیالي کولای شي، بلکې په تعلیمي مجال کې تر نورو دومره وړاندې وي لکه چې د درېیو زبرځواکونو په خلاف د جهاد په دروان کې وړاندې ول.»

یو شمېر نجونې چې پوهنتون ته له تګه محرومې شوې دي، خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي. دغه نجونې له اسلامي امارته غواړي، چې د پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې یې پر مخ پرانېزي.

له دولسم ټولګي فارغه هما وايي:«د پوهنتون دروازې وتړل شوې له بده مرغه ځان یوه بدبخته نجلۍ حس کوم، زه خوشحاله وم چې ښوونځی مې خلاص کړ او پوهنتون ته ځم.»

د یوولسم ټولګي زده کوونکې زهرا هم وویل:«که چېرې اسلامي حجاب پلمه وي موږ یې رعایت کوو خو باید د نجونو ښوونځي پرانیزي.»

تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي دي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو لپاره د یوې حل لارې د پيدا کېدو په لټه کې دي. خو تر اوسه د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځيو د پرانیستو په تړاو پرېکړه نه ده شوې.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د اسلامي امارت له چارواکو غوښتې دي، چې په هېواد کې نجونو ته د زده کړو او تحصیل زمینه برابره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه