Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوې دولتي سرچینې، د یوه بندي شوي برېټانیوي وګړي هویت په ډاګه کړ

د اسلامي امارت یوه امنیتي سرچینه طلوع‌نیوز ته وايي چې په افغانستان کې د درې بندي شویو برېټانویانو له ډلې یوه هغه یې د دغه هېواد پخوانی سرتېری و. چې اوس یې په افغانستان کې د خبریال په نوم فعلایت درلود.

د دغې سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، نیول شوی کس کوین کورنول نومېږي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال په هلمند ولایت کې یې دنده لرله.

کوین کورنول د روان زیږدیز کال په جنورۍ میاشت کې په کابل کې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري ونیول شو.

د پوځي چارو شنوونکی سرور نیازی په دې هکله وايي:«که‌چېرې دوی په ناقانونه توګه راغلي وي او یا هم د افغانستان قوانین یې نقض کړي وي او کوم بل هېواد ته جاسوسي کوي دا جرم دی. او هر هېواد چې وي حق لري چې دا ډول بهرني وګړي ونیسي او د هغوی اړوندو ارګانونو ته یې معرفي کړي.» 

د دغې امنیتي سرچینې په وینا، د کیون کورنول په ګډون د برېټانیا دوه نور وګړي هم د اسلامي امارت له لوري نیول شوي دي.

دغه امنیتي سرچینه وايي چې له نیول شویو کسانو سره ناقانونه وسله هم وه.

د پوځي چارو شنوونکی توریالی ځاځی څرګندوي:«اسلامي امارت نور پرېنږدي چې دغه بهرني یرغلګر هېوادونه خپل استخباراتي استازي زموږ هېواد ته راولېږي.»

له دې مخکې د برېټانیا د کورنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د خپل هېواد د درې وکړو د نیول کېدو په هکله ویلي چې برېټانیا به د خپلو وګړو د خوندیتوب په پار به هر لازم کار ترسره کړي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکا د حضور پر مهال، د برېټانیا ډېری سرتېري په هلمند ولایت کې مېشت وو. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه