Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د برېټانوي سرتېرو د جنګي جنایتونو په هکله د ګارډین راپور

د یوه برېټانوي بنسټ د څېړنې پر بنسټ چې ګارډین ورځپانې خپور کړی، د ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۳ کال په منځ کې په افغانستان کې د برېټانوي ځواکونو د ماموریت پر مهال ۸۰ افغانان په هلمند ولایت کې وژل شوي دي.

د ګارډین په راپور کې راغلي چې دغه څېړنه په هلمند ولایت کې د برېټانوي ځواکونو د جنګي جنایتونو د قربانیانو د کورنیو د مدافع وکیلانو له لورې ترسره شوې ده. 

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، یوازې یوه بریټانوي پوځي په هلمند کې د خپل شپږ میاشتني ماموریت په لړ کې ۳۵ افغانان وژلي دي.

د برېټانیا د دفاع وزارت یو ویاند بیا د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي چې د برېټانوي ځواکونو د جنګي جنایتونو د دوسیې څېړلو او محاکمې بهیر باید پټ او محرم وي.

د برېټانیا د دفاع وزارت یوه ویاند په دې هکله ویلي:«دغه بحث د یوې قانوني پلټونکې ډلې اړوند دی، چې د برېټانیا د سترې محکمې قاضي، لارډ جسټېس هېډن کېف یې مشري کوي او هغه به دا پرېکړه وکړي چې کوم تورونه تر څېړنې لاندې ونیول شي.»

ورته مهال د هلمند د باباجي ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالمحمد چې د قربانیانو د کورنۍ غړی دی، په هلمند کې د برېټانوي ځواکونو د ماموریت د وخت د ترخو خاطرو کیسه کوي.

هغه طلوع‌‌نیوز ته وویل:«هغوی په هغه وخت کې له موږ څخه ډېرې سختې پوښتنې هم کولې. هغه وخت هم وېره او هم سختي وه بیا به یې ما ته ویل چې ستا ورور مې په سختیو ووژاه او تا هم په ربړونې او شکنجې سره وژنوو.»

په هلمند کې د ځينو نورو قربانیانو د کورنیو غړي غواړي چې د جنګي جنایتونو ترسره کوونکو ته دې سزا ورکړل شي.

د قربانیانو له خپلوانو حیات‌الله په دې هکله وايي:«بهرنیان راغلي وو او وسله یې لرله. زه مې د پلار په غېږ کې وم او سله‌واله کس زه یې د خپل پلار له غېږې لېرې واچولم پلار مې وواهه. بیا یې زما د پلار او تره په سر تورې خلطې واچولې. اوس چې هر وسله‌وال کس ووینم، ډېر وېرېږم او له هغوی مې بد راځي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ناټو ځواکونو جنګي جنایت د یوه پراخ پلان برخه بولي.

ښاغلي مجاهد طلوع‌نیوز ته په ډاګه کړه:«په زرګونه بې ګناه او بې دفاع افغانان یې په بېلابېلو پلمو په شهادت ورسول او هغه هېوادونه چې ځواکونه یې په افغانستان کې وو، ټولو جنایتونه ترسره کړل او دا د څو تنو او عسکرو جنایت نه دی بلکې پلان شوی جنایت دی.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج هم په دې هکله وايي:«دا مسئله به په خپله ونه څېړل شي او نه به غرامت ورکړل شي، تر هغې چې افغان ملت په دې هکله عارض نه شي او افغان ملت باید تر یوه کمېسیون یا یوه بنسټ لاندې سمبال شي.»

تر دې مخکې، د اسټرالیا دفاع وزارت هم ویلي و چې د اسټرالیا جګپوړو نظامي چارواکو په افغانستان کې د جګړه‌ییزو عملیاتو پر مهال جنګي جنایتونه کړي او باید سزا ورکړل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه