Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یو شمېر خبریالانې د جنسیتي تبعیض له شتوالي شکایت لري

یو شمېر خبریالانې وايي، کله ناکله د دولتي بنسټونو په ځينو خبري غونډو کې د خبري پوښښ لپاره د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

دوی د هغه څه له امله چې د خبریالانو پر وړاندې جنسیتي تبعیض ګڼي، نیوکې لري.

خبریاله نیلاب نوري وايي: «په څو خبري کنفرانسونو کې مو چې ګډون کړی، له بده مرغه ځغلول شوي یوو، زموږ غوښتنه دا ده چې راځئ یو بل ته لاسونه ورکړو، ښځو ته ونډه ورکړل شي او دوی هم وکولای شي، له خپلو ورونو سره اوږه په اوږه کار وکړي.»

خبریاله  فتانه بیات  وايي: «څه وخت مخکې هم دا ستونزه وه، خبریالانې چې غوښتل یې په نندارتونونو کې د خبري پوښښ لپاره لاړې شي، اجازه یې ورته نه‌ده ورکړې.»

بل‌خوا، د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه پر دې مسالې د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د محدودیتونو لګول به اطلاعاتي تشه رامنځ‌ته کړي.

د افغانستان د ژورنالېسټانو د ملي ټولنې د مشرتابه غړی مسرور لطفي وايي: «د رسنیو د ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره یوه ښه لاره نه‌ده. دا په خپله یو ډول محدودیت دی او باید له اطلاع رسونې سره توپیر چلند و نه‌شي.»

ورته مهال، د اسلامي امارت ویاند وایي، خبریالانې د اسلامي حجاب د ارزښتونو په رعایتولو سره په رسنیو کې خپل کار ته دوام ورکولای شي.

 د ښاغلي مجاهد په وینا، د رسنیو قانون د توشیح لپاره د اسلامي امارت مشر ته لېږل شوی دی، خو په هغه کې د ښځینه خبریالانو د کار په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «د رسنیو قانون چې اوس رهبري ته تللي او د توشیح لپاره په تمه دی، په‌دې اړه په‌کې څه نه‌شته او په‌دې اړه څه محدودیت نه‌شته، خو اسلامي قوانین او اسلامي ارزښتونه، د ښځو لپاره حجاب کول او هېواد ګټو ساتل هلته یاد شوي دي چې ټول یې رعایتولو ته اړ دي.»

د رسنیو د ځينو ملاتړو بنسټونو د شمېرو له مخې، په هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته، ۹۴ سلنه خبریالانې، د دوی پر کار د محدودیتونو د لګول کېدو له امله وزګارې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه