Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اطلاعاتو ته پر وخت د نه لاسرسي له کبله د یو شمېر خبریالانو نیوکه

یو شمیر خبریالانې اطلاعاتو ته پر وخت د نه لاسرسي له امله پر سرپرست حکومت نیوکه لري او له مسوولانو غواړي چې په‌دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

دوی زیاتوي، د اسلامي امارت له لوري پر وخت اطلاعات د دوی په واک کې نه ورکول کېږي او له همدې امله له ستونزو سره مخ دي.

خبریاله طوبا وايي: «موږ چې کله له ویاندویانو سره په اړیکه کې شو، لومړی خو دوی ځواب نه ورکوي، که ځواب هم راکړي، وايي، موږ خبر نه‌لرو یا دا چې موږ نه پوهېږو، په همدې ډول موږ ته اطلاعات نه راکوي.»

یوه بله خبریاله سامعه وايي: «له اسلامي امارته غواړو، اجازه وکړي چې خبریالان په ازاد ډول راپور چمتو کړي.»

له دې سره هم‌مهاله، د خبریالانو د ټولنې مسوول بیا خبریالانو ته پر وخت د اطلاعاتو نه ورکړه اندېښمنوونکی بولي او له سرپرست حکومته غواړي چې دې برخې ته جدي پام وکړي.

د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنې مسوول مسرور لطفي وايي: «که دې برخې ته جدي پاملرنه و نه‌شي، خلکو ته اطلاع رسونه له جدي ستونزې مخامخېږي.»

بل‌خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال بیا وايي، ویندویان مکلف دي چې رسنیو ته معلومات ورکړي او اسلامي امارت اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسۍ په برخه کې ژمن دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي وايي: «د ټولو امارتي او حکومتي ادارو ویاندیان پر دې مکلف دي چې دوی پر خپل وخت رسنیو ته د دوی د اړتیا وړ معلومات ورکړي.»

تر دې مخکې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، د خبریالانو د کاري اسانتیا لپاره، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له لږ بدلون سره د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوی او له تصویب وروسته به پلی شي، خو د خبریالانو په وینا، تر اوسه د دغه قانون څه څرک نه لېدل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه