د قزاقستان سوداګریز استازي یسین تایف د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست عبداللطیف منصور سره په لیدنه کې، د اسلامي امارت له لوري پانګونې ته د لازیاتې زمینې د برابرېدو غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په دغې کتنه کې یسین تایف ارمان، په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد په دې هکله وايي:«په دغې لیدنه کې د قزاقستان استازي د افغانستان پر اوبو او انرژۍ د پانګونې خبر ورکړ او د اوبو او انرژۍ وزارت د مشرتابه له خوا د پانګونې د زمینې د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.»
د اقتصادي چارو شنوونکی فردوس بهګزین په دې هکله څرګنده کړه:«د افغانستان اوبه د دغه هېواد یو له عایداتي سرچینو څخه دي، کهچېرې د افغانستان اوبه کنټرول شي، مدیریت شي موږ کولای شو د افغانستان له اوبو د برېښنا بندونه جوړ کړو د افغانستان له اوبو کولای شو انرژي تولید کړو.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا وايي په افغانستان کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې ښه فرصت برابر دی.
خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا، په هېواد کې د سترو پانګونو د پېل لپاره د نړۍوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پیژندل مهم ګڼي.
د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال خانخان الکوزی وايي:«زه فکر کوم تر هغې چې سیاسي موضوع حل نه شي او زموږ هېواد په رسمیت ونه پېژندل شي، پر بانکونو بندیزونه لېرې نه شي، بهرنیان ریسک نه مني او له همدې امله په احتیاط مخته ځي.»
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې، ګڼو هېوادونو په افغانستان کې د کانونو د را ویستنې او د برېښنا د انرژۍ د تولید په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې خو تر اوسه دغه لېوالتیا پر عمل نه ده بدله شوې.
په دې اړه مو اندونه