Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان او قزاقستان د اقتصادي همکاریو پر لور

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان او قزاقستان په سوداګریزې ناسته کې د سوداګرۍ پر پراختیا، د پانګونې پر جلب او ټرانزیټ ټینګار کړی دی.

ښاغلی عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ قزاقستان ته تللی. هغه دغه ناسته په هېواد کې د خصوصي سکټور د راکړې ورکړې د زیاتوالي په برخه کې مهمه بللی ده.

نورالدین عزیزي په دغې غونډه کې زیاته کړه:«زما په اند هغه غونډه په سوداګرۍ او نړۍوالو همکاریو کې مهمه شمېرل کېږي. دغه ناستې د شرکتونو لپاره مناسب فرصتونه رامنځته کوي چې خپلې سوداګریزې شبکو ته پراختیا ورکړي او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي.»

له دې سره سم، یو شمېر سوداګر پر دې باور دي، د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګرۍ د ودې لپاره اړتیا ده چې په تړونونو کې اسانتیاوې رامنځته او بانکي محدودیتونه لرې شي.

سوداګر محبوب الله محمدي وویل:«د دوو هېوادونو ترمنځ د ګډ بازار رامنځته کېدل، د اقتصادي اړیکو د زیاتوالي او د سیاسي اړیکو د ارتقا لپاره باید د دواړو هېوادونو ترمنځ له بنسټيزو بحثونو څخه وي او باید په دې هکله بحث وشي.»

له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، هڅې روانې دي چې، افغانستان د قزاقستان له لارې له چین او نورو هېوادونو سره وصل شي.

د دغې خونې د سرپرست په باور، د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګرۍ د ګډې خونې جوړېدل کولی شي د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو له ښه والي سره مرسته وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند څرګندوي:«هیله لرو چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ دغه سوداګریزه غونډه او ګډه خونه یوه ځای ته ورسېږي چې موږ د دواړو هېوادونو په اقتصاد کې فعال روال ولرو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له ځينو سوداګرو سره د سې‌شنبې په ورځ قزاقستان ته ولاړ او ټاکل شوې په دغه هېواد کې په یوه جوړ شوي نندارتون کې هم ګډون وکړي.

د ویلو ده چې، په دغه نندارتون کې ۷۰ غرفې  افغان سوداګرو ته ځانګړې شوې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، هڅې روانې دي چې، افغانستان د قزاقستان له لارې له چین او نورو هېوادونو سره وصل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه