Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرنې وزارت سرپرست: افغانستان به ډېر ژر د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شي

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست وايي، افغانستان به ډېر ژر د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شي.

عطا‌‌ءالله عمري له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړې، افغانستان باید له یوه وارداتي هېواده پر صادراتي هېواد بدل شي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست عطا‌‌ءالله عمري وايي: «په یوه نیم یا دوو کلونو کې مو وغوښتل په‌دې برخه کې سلنه لوړه کړو او هیله‌من یوو چې وکولای شو د اړتیا وړ خوراکي توکي په کور دننه لاسته راوړو، دسترخوان له خپل کوره رنګین شي او د یوه وارداتي پر ځای په صادراتي هېواد بدل شي.»

د کرنې وزارت سرپرست زیاتوي، د وچکالۍ د مخنیوي په موخه دغه وزارت هڅې کوي چې اوبه په سمه توګه مدیریت کړي.

ښاغلی عمري وايي: «دا د اسلامي امارت، په تېره د کرنې وزارت دنده ده چې په دې برخه کې چمتوالی ولري، موسمي، تر ځمکې لاندې او باندې اوبه مدیرت کړي.»

عطاءالله عمري ټینګار کوي چې وار له مخه پر کرنیزو ځمکو د مراکشي ملخانو د یرغل مخنیوی کړی دی.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست په وینا: «کرنې وزارت په خپله لاس په کار شوی دی او دې ته مو چمتوالی نیولی، په کومو ولایتونو کې چې ملخان و، هر کال ورته مخکې له مخکې چمتوالی نیول کېده.»

تر دې مخکې ، د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه راپور کې ویلي وو چې د دوامدارې وچکالۍ او پر کروندو د ملخانو د یرغل له امله به په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د غنمو د محصولاتو کچه له ۳۰ تر ۳۵ سلنې را ټیټه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه