Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرنې وزارت: د کرنې متخصصین د زده کړو لپاره بهر ته استوو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي ازبیکستان ته د سفر پرمهال د تاشکند د کرنې پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه کړې ده.

د دغه وزارت مسوولین وایي، چې په پام کې ده څه باندې ۵۰ کروندګر او د کرنې برخې متخصصین په یاد پوهنتون کې لنډمهالې او اوږدمهالې زده کړې وکړي.

د کرنې وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین و ویل: «یوه هوکړه یې چې کړې هغه دا ده چې د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر ۶۰ تنه متخصصین به د منځ مهاله او اوږدمهاله زده کړو لپاره ازبیکستان ته ځي او دلته به د کرنې پوهنځي کې له خپلو تجربه ګټه اخلي.»

د کرنې او مالدارۍ خونه بیا دغه هوکړه لیک د کارموندنې لپاره مهم بولي او زیاتوي چې له ازبېکستان سره په نورو برخو کې هم هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال، میرویس حاجي زاده و ویل: «څلورمه هوکړه د قطره یي بڼونو په برخه کې ده د بېلګې په توګه د انګورو بڼونه چې له موږ سره به په دې برخه کې همکاري کوي. زموږ کرنې برخه کې به وده وکړي او زموږ کروندګرو ته به کار پیدا شي او عواید به یې هم لوړ شي.»

ځینې اقتصادي شنونکي بیا له ګاونډیو هېوادونو سره د کرنې په برخو کې د همکاریو زیاتېدل د افغانستان په ګټه بولي.

د اقتصادي چارو شنونکي، سیر قریشي و ویل: «د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ دا ډول همکارۍ او هوکړې به هېواد کې د خوړو ناخوندیتوب له منځه تلو سره مرسته وکړي او کورني تولیدات به ډېرکړي.»

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر دې مخکې ویلي و، د دغه وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی ازبېکستان ته تللی او د پانګونې د راجلبولو او د کرنې په برخو کې د همکاریو د پراختیا په تړاو به خبرې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه