Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بهرنیو چارو وزارت پلاوي اندونیزیا کې د ځينو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت د سیاسي ریاست لومړي مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ اندونیزیا ته د سفر په ترڅ کې د ځينو هېوادونو له سفیرانو سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، د سریلانکا، بنګله‌دیش او سنګاپور سفیرانو د اسلامي امارت له پلاوي سره په کتنو کې له اسلامي امارت سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د اړیکو ښه‌والی یې ګټور بللی دی.

ضیا احمد تکل په دې هکله وویل:«د یادو شویو هېوادونو استازو د اسلامي امارت د دوه کلنو لاسته‌راوړنو ستاینه کړې او د هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پياوړتیا د دغو هېوادونو د خلکو په ګټه بللې او پر دوه اړخیزو همکاریو یې هم بحث کړی دی.»

د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې له ټولو او په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره د رسمي او ډيپلوماټیکو اړیکو غوښتونکي دي.

د نړۍوالو چارو ځينې شنوونکي بیا دا ډول لیده کاته اغېزناک بولي او په وینا یې، د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل رامنځته کېدو لپاره ډیپلوماټیکو اړیکو ته اړتیا ده.

پخوانی ډپيلوماټ عزیز معارج طلوع‌نیوز ته وویل:«د اسلامي امارت د پلاوي سفرونه که اندونیزیا او یا هم د نړۍ هرې برخې ته چې وي، په داسې شرایطو کې چې افغانستان له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، په نړۍواله انزوا کې دی او پر طالبانو سفري بندیز دی، نو خپله ځانګړې ګټه لري.»

د نړۍوالو چارو شنوونکی احمد خان اندړ هم څرګندوي:«د دې لپاره چې د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ تعامل رامنځته شي، اړینه ده چې اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې سیاسي او ډپيلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي.»

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د سرپرست حکومت یو پلاوی اندونیزیا ته سفر کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، د سریلانکا، بنګله‌دیش او سنګاپور سفیرانو د اسلامي امارت له پلاوي سره په کتنو کې له اسلامي امارت سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

تصویر بندانگشتی

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت د سیاسي ریاست لومړي مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ اندونیزیا ته د سفر په ترڅ کې د ځينو هېوادونو له سفیرانو سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، د سریلانکا، بنګله‌دیش او سنګاپور سفیرانو د اسلامي امارت له پلاوي سره په کتنو کې له اسلامي امارت سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د اړیکو ښه‌والی یې ګټور بللی دی.

ضیا احمد تکل په دې هکله وویل:«د یادو شویو هېوادونو استازو د اسلامي امارت د دوه کلنو لاسته‌راوړنو ستاینه کړې او د هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پياوړتیا د دغو هېوادونو د خلکو په ګټه بللې او پر دوه اړخیزو همکاریو یې هم بحث کړی دی.»

د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې له ټولو او په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره د رسمي او ډيپلوماټیکو اړیکو غوښتونکي دي.

د نړۍوالو چارو ځينې شنوونکي بیا دا ډول لیده کاته اغېزناک بولي او په وینا یې، د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل رامنځته کېدو لپاره ډیپلوماټیکو اړیکو ته اړتیا ده.

پخوانی ډپيلوماټ عزیز معارج طلوع‌نیوز ته وویل:«د اسلامي امارت د پلاوي سفرونه که اندونیزیا او یا هم د نړۍ هرې برخې ته چې وي، په داسې شرایطو کې چې افغانستان له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، په نړۍواله انزوا کې دی او پر طالبانو سفري بندیز دی، نو خپله ځانګړې ګټه لري.»

د نړۍوالو چارو شنوونکی احمد خان اندړ هم څرګندوي:«د دې لپاره چې د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ تعامل رامنځته شي، اړینه ده چې اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې سیاسي او ډپيلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي.»

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د سرپرست حکومت یو پلاوی اندونیزیا ته سفر کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه