Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په اړه عربستان کې د اسلامي نړۍ د علماوو غونډه

ټاکل شوې ده چې تر راتلونکې یوې میاشتې سعودي عربستان د افغانستان د سولې په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو کوربتوب وکړي.

د سولې عالي شورا وايي چې دغه دوه ورځنۍ غونډه چې د جدې او مکې په ښارونو کې، د اسلامي نړۍ علما د افغانستان د جګړې په اړه خپله پرېکړه په یوه پرېکړه‎لیک کې اعلان وي.

سعودي عربستان د جولای میاشتې په دوهمه اوونۍ د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو غونډه جوړوي ترڅو د اسلامي احکامو پر بنسټ د افغانستان د جګړې په اړه سلامشوره وکړي.

د سولې عالي شورا وايي په دغه ناسته کې به په لوړه کچه د اسلامي هېوادونو دیني عالمان ګډون وکړي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په دې اړه وویل:«کله چې د افغانستان جګړه د دین له لیدلوري مردوده شمېرل کېږي، طالبان هم باید د سولې وړاندیز ته لبیک ووایي.»

له بلخوا په کابل کې د امریکا سفیر هم له طالبانو غواړي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

په کابل کې د امریکې سفیر جان بس په دې اړه څرګنده کړه:« ولسمشر غني د کابل بهیر په دوهمه ناسته کې طالبانو ته د سولې یو وړاندیز وکړ چې موږ یې بې مخینې او تاریخي ګڼو، له دې وړاندیز څخه د پاکستان، امریکا، روسیې او د ناټو د متحدینو په ګډون د ټولو هېوادونو لخوا ملاتړ شوی او موږ باور لرو چې د دې وخت رارسېدلی چې طالبان دغه وړاندیز ته جدي ځواب ورکړي او د اوسنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره له افغان حکومت سره خبرې پيل کړي.»

اخوا افغان حکومت په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه پر پاکستان او طالبانو د فشار راوړلو په کار کې د سعودي عربستان رول اغېزمن بولي.

د اجرايي ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل په دې اړه څرګنده کړه:«موږ تمه لرو چې دغه کنفرانس د افغانستان د سولې خبرو اترو د زمینې له برابرولو سره مرسته وکړي.»

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په ډاګه کړه:«پر اسلامي هېوادونو د سعودي عربستان اغېز په ځلونو زیات دی او له شک څخه پرته چې موږ کولای شو چې په دې برخه کې د سعودي عربستان پیاوړې همکاري له ځان سره ولرو.»

په سعودي عربستان کې دا ناسته چې دوې ورځې به دوام وکړي، په لومړۍ ورځ به په جدې ښار کې غونډه پيل او په دوهمه ورځ به د افغانستان د جګړې په اړه د نړۍ د دیني عالمانو نظریات په یوه پرېکړه لیک کې په مکه ښار کې اعلان شي ځکه دغه ښار د نړۍ د مسلمانانو لپاره له ځانګړي اهمیته برخمن دی.

شریک یي کړئ