Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د عدلیې وزارت د سرپرست وروستیو څرګندونو ته د ځينو ګوندونو غبرګون

د پخواني حکومت د ځينو سیاسي ګوندونو مشران، د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو د بندېدو په اړه د عدلیې وزارت پر پرېکړې نیوکه کوي.

د یادو ګوندونو ځينې مشران په هېواد کې خپل سیاسي فعالیت یوه اړتیا ګڼي او له سرپرست حکومته غواړي چې د فعالیتونو پر وړاندې یې خنډ جوړ نه کړي.

عدلیې وزارت تیره ورځ (چهارشنبې) ملت ته د دولت د حساب ورکړې پروګرام کې وویل چې په هېواد کې به هېڅ ګوند د سیاسي فعالیت اجازه ونه‌لري.

سلیم پیګر چې د فکري ژمنتیا ګوند یې ۸ کاله مخکې جوړ کړی او رييس یې هم دی په هېواد کې د ګوندونو د فعالیتونو د بندېدو پر پرېکړې اندېښمن دی.

د افغانستان د فکري ژمنتیا ګوند سلیم پیګیر په دې هکله وویل:«ګوندونه په ټولنه کې یوه حتمي اړتیا ده. که‌چېرې د عدلیې وزیر صاحب د طالبانو د تحریک غړی نه وای، نن به د عدلیې وزیر نه وای.»

د حق او عدالت ګوند مشر معین ګل څمکنی وايي:«په اوسنۍ زمانه کې له ګوندونو پرته نړۍواله ټولنه پرمختګ نه‌شي کولای. هر وخت چې یو ګوندي ي، اړ دي چې د ډیکټاټورۍ يه لور ولاړ شي.»

یو شمېر حقوق پوهان بیا په هېواد کې د سیاسي ګوندونو فعالیت مهم ګڼي او زیاتوي چې، ګوندونه کولی شي په ښه توګه د حکومت پر کړنو څارنه ولري.

حقوق پوه عبدالشکور داد رس وویل:«سیاسي ګوندونه د حکومت پر کړنو څارونکي دي. سیاسي ګوندونه کولای شي چې په حکومت نقد وکړي او حکومت دې ته متوجه کړي هغه کړنې چې تاسې یې کوئ د ټولنې په ګټه نه دي.»

تر دې مخکې ۷۳ سیاسي ګوندونو په تېرو حکومتونو کې له عدلیې وزارته د فعالیت جوازونه اخیستي؛ خو د ډېریو دغو ګوندونو مشران له افغانستانه وتلي او په نورو هېوادونو کې ژوند کوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه