Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د دوه سیاسي ګوندونو او د ۷۵ ټولنیزو بنسټونو بندېدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت وايي چې، په تېر کال کې یې دوه سیاسي ګوندونه او ۷۵ ټولنیز بنسټونه د غیر قانوني کړنو له امله امنیتي ادارو ته معرفي کړي دي.

د دغه وزارت ویاند برکت‌الله رسولي په دې هکله وايي چې، د دغو دوو ګوندونو او بنسټونو د بندولو چارې د سلګونو بنسټونو د فعالیتونو تر ارزونې وروسته شوي او د دغو بنسټونو مسوولان امنیتي بنسټونو ته د ځواب ویلو لپاره ورپېژندل شوي دي.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړې چې، عدلیې وزارت د ۱۹ خیریه بنسټونو فعالیتونه د جوازونو د نه تمدیدو له امله لغوه کړي دي.

ښاغلی رسولي وايي:«د یاد نظارت او بررسۍ په پایله کې، دوه سیاسي ګوندونه او د لغوه شویو ټولنیزو او خیریه بنسټونو په ګډون، ۷۵ ټولنې چې په غیرقانوني بڼه او د فعالیت له جواز څخه پرته یې فعالیت ترسره کاوه، مشخص شوي دي. یاد ګوندونه او ټولنې د عدلیې وزارت له لوري تړل شوي او د هغوی مسوولان اړوندو امنیتي ارګانونو ته معرفي شوي دي.»

 تر دې وړاندې د عدليې وزارت په هېواد کې د سياسي ګوندونو فعاليتونه لغوه کړي وو او د دغه وزارت له تشکیلاتو يې د سياسي ګوندونو ریاست لېرې کړی و.

خو د سیاسي چارو ځينې شنونکي په هېواد کې د سیاسي ګوندونو د اهمیت په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي:«ګوندونو په وروستیو ۵۰ کلونو کې د افغانستان د خلکو لپاره مثبته پایله نه‌ده لرلې؛ خو دا په دې معنا نه ده چې ټول ګوندونه له منځه یوسوو. موږ باید ګوندونه مدیریت کړو او دا د دولت دنده ده چې ګوندونه مدیریت کړي.»
         
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري هم څرګندوي:«دا د اوسنۍ نړۍ یوه اړتیا ده په ټولو ټولنو کې، بېلابېل نظریات موجود دي او خلک د مختلفو نظریاتو په ګروپونو کې شاملېږي. خلک باید دا حق ولري چې له خپلو هم نظرانو سره، په یوه ټولګه کې سره راټول شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د کندهار نظامي محکمې دوه تنه د سياسي فعاليتونو په جرم په پنځلس کاله بند محکوم کړل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه