Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورینو چارو وزارت له خوا د کمرو پر نصب د بښنې نړۍوال سازمان نیوکه

د کورنیو چارو وزارت له خوا په کابل کې د څه باندې ۶۲ زره امنیتي کمرو د نصبولو له علان وروسته، د بښنې نړۍوال سازمان په یوه راپور کې په کابل کې د امنیتي کمرو نصب په عمومي ځایونو کې د افغانانو د حقونو نقض ګڼلی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام د خلکو پر وړاندې د سختې تګلارې غوره کول دي.

د بشري حقونو په برخه کې د بښنې د نړۍوال سازمان څېړونکی او سلاکار مت محمودي وايي:«په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د ۶۲ زره امنیتي کمرو نصبول او د «ملي امنیت» په نوم پر خلکو ټولیز څار د داسې سختو تګلارو دوام ته د طالبانو لېوالتیا ښيي، چې په عمومي ځایونو کې د افغانانو په تېره بیا د ښځو اساسي حقونه نقضوي.»

خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه کار د امنیت د ښه تامین او د مجرمانو د پېژندنې لپاره ترسره شوی دی.

بلخوا د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي که څه هم د امنیتي کمرو لګول د خلکو په ګټه ګڼي؛ خو د هغه پر لګښت چې د هېوادوالو له خوا پرې شوی، نیوکه کوي.

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي وایي، چې امنیتي حوزو ورته ویلي دي، چې په خپلو سیمو کې امنیتي کمرې نصب کړي.

د اومې ناحیې د ګذر وکیل نعمان په دې هکله وايي:«د کلي له خلکو سره مو خبرې وکړې او له نېکه مرغه له هغوی سره هوکړې ته ورسېدو چې کمرې نصب کړو او موږ یې پیسې د سیمې له خلکو راټولې کړې.»

د اومې ناحیې اوسېدونکی نثار احمد هم څرګندوي:«دا د دولت په لارښونه نصب شوې دي؛ خو درنه بیه یې د خلکو له شخصي پیسو راټولې کړل شوې دي.»

له دې ټولو سره سره، د کورنیو چارو وزارت یوځل بیا ټينګار کوي، چې د امنیتي کمرو د نصبولو موخه د هېوادوالو د خصوصي حریم نقضول نه بلکې د مجرمینو پېژندل دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه