Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حامد کرزي ته نږدې کسان: ښاغلی کرزی بهر ته له سفر کولو منع شوی

حامد کرزي ته نږدې کسان له افغانستانه بهر ته د هېواد د پخواني ولسمشر د سفر د بندیز پخلی کوي.

هغوی طلوع‌نیوز ته وايي چې حامد کرزی د انګلستان له سفر وروسته د اسلامي امارت تراوسه اجازه نه ده ورکړې چې له هېواده بهر ته سفر وکړي.

ښاغلي کرزي ته نږدې کسانو په وینا، لندن ته له سفر وروسته درېیو نورو هېوادونو ښاغلي کرزي ته بلنه ورکړه؛ خو لا تر اوسه د سرپرست حکومت له لوري د سفر اجازه نه ده ورکړ شوې.
         
حامد کرزي ته له نږدې کسانو شهزاده مسعود په دې هکله وايي:«کله چې کرزی صاحب له انګلستانه بېرته هېواد ته راستون شو، له هغې وروسته درې هېوادونو ورته رسمي بلنه ورکړه؛ خو له بده مرغه د سفر اجازه ورنه کړل شوه. تر کومه ځایه چې د کورنیو لیدونو موضوع ده، افغانان هره ورځ راځي، بیرون کې د امنیتي ځواکونو له خوا یې اسناد څېړل کېږي او له هغې وروسته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي.»  

له بل لوري سرچینې طلوع نیوز ته وايي، پخواني ولسمشر کرزي ته د دې اجازه هم ورنه‌کړل شوه چې له ایرانه له راغلي ۷ کسیز پلاوي سره هم وګوري.

د پخواني ولسمشر کرزي پر اېکس یا پخواني ټویټر پاڼې به کله ناکله له هېوادوالو او بهرنیو چارواکو سره د لیدنې خبرونه خپرېدل؛ خو له اتو ورځو وروسته دا لومړی ځل دی چې، پر دې پاڼه په کابل کې د جاپان له سفیر سره د لیدنې خبر یې خپور شوی دی.

د سیاسي چارو شنوونکی سید جواد سجادي طلوع‌نیوز ته وویل:«د حامد کرزي پر سیاسي فعالیتونو د محدودیتونو لګول، د طالبانو په حکومت کې پر سیاسي او مدني فعالیتونو د بندیز څرګندوي کوي.»

د سیاسي چارو بل شنوونکی نجیب الله جامع هم څرګندوي:«د افغانستان ملي ګټې د دې ایجاب کوي چې پر کرزي صاحب او پر بل هر افغان بندیز ونه‌لګول شي.»

خو اسلامي امارت تراوسه په دې هکله څه نه‌دي ویلي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته پخوانی ولسمشر حامد کرزی په هېواد کې پاتې شو او له ۱۵ میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ پر دولسمه بهر ته سفر وکړ. ښاغلی کرزی چې اوس هم په هېواد کې دی تل یې د افغانانو تر منځ پر خبرو او د نجونو د پاتې ښوونځیو پر پرانېستو ټينګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه