Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرزی: نړۍ باید د اسلامي امارت له منځه وړلو هڅه و نه کړي

د هېواد پخواني ولسمشر ویلي چې نړۍ باید د سرپرست حکومت د له منځه وړلو هڅه و نه کړي.

حامد کرزي له یوې جاپانۍ رسنۍ سره په مرکه کې له اسلامي امارته غوښتي چې ژر تر ژره دې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي او دا چاره کولای شي په افغانستان کې د قانوني حکومت او سرپرست حکومت د رسمیت پیژندنې پر لور ګام وي.

حامد کرزي په دغه مرکه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې  اوسني دولت د پالیسیو د ښه والي لپاره اسلامي امارت وهڅوي چې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي و ویل: «نړۍواله ټولنه باید په جبري توګه د طالبانو د لنډمهالي حکومت د له منځه تګ په لټه نه اوسي، بلکې د پالیسیو د ښه والي لپاره هغوی و هڅوي چې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته زړه ښه کړي.»

ښاغلي کرزي د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي چې طالبان باید ډير ژر نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د تګ اجازه ورکړي او دا ګام به د افغانستان دولت په یوه مشروع او رسمیت پیژندل شوي حکومت بدل کړي.
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا له سرپرست حکومته غواړي چې په هېواد کې د روان وضعیت د ښه والي او د نړۍوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو د رغېدو لپاره پخپلو پالیسیو کې بدلون راوړي.

د نړۍوالو اړیکو شنونکي، احمد خان اندړ و ویل: « اسلامي امارت هم ډېر مسوولینو او مکلفیتونه لري، ترڅو په خپلو سیاستونو کې تغییر راولي او د بین الافغاني خبرو لپاره هڅې وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکي، محمد زلمي افغانیار و ویل: «بین الفغاني خبرې اړینې دي بین الشبکاتي او بین الاستخباراتي خبرې نه، اسلامي امارت دې د خلکو غږ واوي او د ملي ګټو د واحد تعریف پر بنسټ خپلې اړیکې ټینګې کړي. له متخصصینو څخه دې په حکومت کې کار واخیستل شي ترڅو د بهرنیو اړمن نه وسو.»

که څه هم اسلامي امارت اوس په دغه تړاو څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ویلي و چې له سیاسي څېرو سره د خبرو اترو وخت تېر شوی او اوس ورته اړتیا نه شته دی.

د افغانانو ترمنځ په ملي کچه خبرې اترې یو له هغو څلورو مهمو مسایلو دي چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ هوکړه لیک کې ځای پر ځای شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه