د اسلامي امارت د مشر مولوي هبتالله اخندزاده د فرمان پر بنسټ د نورستان، بامیان، میدان وردګ، غور، سرپل، لغمان او دایکندي ولایتونو کې د علماوو شوراګانې جوړې شوې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، د دغه ډول شوراګانو له جوړولو موخه د خلکو د ستونزو حل او د اسلامي امارت په ادارو کې د لا زیات نظم رامنځته کول ګڼي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت له خوا د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د دیني عالماوو شوراګانې جوړې شوې دي.
بلال کریمي په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د نظام د ټینګښت لپاره، د هغو چارو او دندو د ښهوالي لپاره چې ترسره کېږي، له دین له عالمانو سره مشوره کول او ترې مشوره اخیستل یو شرعي امر دی، نو اسلامي امارت په بېلابېلو ولایتونو کې د علماوو شوراګانې جوړې کړې دي.»
ورته مهال ځينې دیني عالمان د خلکو د ستونزو د حل لپاره د هېواد په ولایتونو کې د عالمانو د شوراګانو رامنځته کول مهم بولي.
دیني عالم مولوي عبدالرحمن عابد په دې هکله وايي:«کله چې خلک راځي او نظر ورکوي، مثبته اغېزه یې ډېره ده؛ خو خبره دا ده چې دغه خلک د نظر په وړاندې کولو کې ازاد وي.»
بل دیني عالم مولوي عبدالقادر قانت هم څرګندوي:«کهچېرې رڼې ټاکنې ترسره شي، علما په هر بهیر، او هر بنسټ او په هر قوم او مذهب پوې چې تړلي وي، په دغو شوراګانو کې په ازادانه توګه انتخاب کړي او خپل رییس وټاکي، هغه مهال خپلې اغېزې لرلای شي.»
د اسلامي امارت مشرتابه په بېلابېلو فرمانونو کې ویلي، د دې شوراګانو غړي او مسوولان دنده لري، چې د هېواد د مسایلو د ښهوالي لپاره د شریعت له مخې سیمه ییزو چارواکو ته مشورې ورکړي.
په دې اړه مو اندونه