Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا: د افغانستان په تړاو د روسیې د ولسمشر وروستۍ څرګندونې بې بنسټه دي

اسلامي امارت، د افغانستان له خاورې د ګواښونو په هکله د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وروستۍ څرګندونې بې بنسټه بللې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي چې د افغانستان خاوره امنه ده او د هېواد په خاوره کې هېڅ ترهګره ډله شتون نه‌لري چې نور هېوادونه وګواښي.

ښاغلي مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«هغه څرګندونې چې د روسیې د ولسمشر له خوا شوي، زموږ په ګومان ښايي د ناسمو معلوماتو پر بنسټ وي. افغانستان په دوه کلونو کې چې اسلامي امارت واکمن دی، د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو په غونډه کې چې په بشکیک ښار کې جوړه شوې وه، د افغانستان وضعیت پېچلی وباله او زیاته یې کړه چې په دغه هېواد کې کافي ګواښونه شته.

ولادیمیر پوتین ویلي:«د ګډو ګټو خپلواک هېوادونه له ترهګریزو فعالیتونو سره د مبارزې پر لار روان دي. زه فکر کوم چې له افغانستانه د رامنځته شویو ترهګریزو ګواښونو په تړاو د تاجیکستان د اندېښنو ملاتړ معقول دی، په افغانستان کې وضعیت لا هم پېچلی دی او په دغه هېواد کې کافي ګواښونه شته.»

بل پلو، د سیاسي چارو ځينې شنوونکي پر دې باور دي، چې سرپرست حکومت باید د سیمې او نړۍ د هېوادونو د اندېښنو د لېرې کولو لپاره په هېواد کې د ترهګرو ډلو حضور او فعالیتونه صفر ته ورسوي.

د سیاسي چارو شنوونکی عمر نهضت په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«اړینه ده چې هر واکمن د خپلو خپلو لپاره هم ځواب ویونکی وي او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په هکله هم. د دې لپاره چې هېڅ دولت نه‌شي کولای چې په یوازې کار وکړي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې دي، چې تر دې وړاندې هم تاجیکستان څو ځلي په هېواد کې د ترهګرو ډلو پر حضور اندېښنه څرګنده کړې ده، خو اسلامي امارت تل دغه اندېښنې بې ځایه بللي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو په غونډه کې چې په بشکیک ښار کې جوړه شوې وه، د افغانستان وضعیت پېچلی وباله او زیاته یې کړه چې په دغه هېواد کې کافي ګواښونه شته.

تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت، د افغانستان له خاورې د ګواښونو په هکله د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وروستۍ څرګندونې بې بنسټه بللې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي چې د افغانستان خاوره امنه ده او د هېواد په خاوره کې هېڅ ترهګره ډله شتون نه‌لري چې نور هېوادونه وګواښي.

ښاغلي مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«هغه څرګندونې چې د روسیې د ولسمشر له خوا شوي، زموږ په ګومان ښايي د ناسمو معلوماتو پر بنسټ وي. افغانستان په دوه کلونو کې چې اسلامي امارت واکمن دی، د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو په غونډه کې چې په بشکیک ښار کې جوړه شوې وه، د افغانستان وضعیت پېچلی وباله او زیاته یې کړه چې په دغه هېواد کې کافي ګواښونه شته.

ولادیمیر پوتین ویلي:«د ګډو ګټو خپلواک هېوادونه له ترهګریزو فعالیتونو سره د مبارزې پر لار روان دي. زه فکر کوم چې له افغانستانه د رامنځته شویو ترهګریزو ګواښونو په تړاو د تاجیکستان د اندېښنو ملاتړ معقول دی، په افغانستان کې وضعیت لا هم پېچلی دی او په دغه هېواد کې کافي ګواښونه شته.»

بل پلو، د سیاسي چارو ځينې شنوونکي پر دې باور دي، چې سرپرست حکومت باید د سیمې او نړۍ د هېوادونو د اندېښنو د لېرې کولو لپاره په هېواد کې د ترهګرو ډلو حضور او فعالیتونه صفر ته ورسوي.

د سیاسي چارو شنوونکی عمر نهضت په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«اړینه ده چې هر واکمن د خپلو خپلو لپاره هم ځواب ویونکی وي او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په هکله هم. د دې لپاره چې هېڅ دولت نه‌شي کولای چې په یوازې کار وکړي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې دي، چې تر دې وړاندې هم تاجیکستان څو ځلي په هېواد کې د ترهګرو ډلو پر حضور اندېښنه څرګنده کړې ده، خو اسلامي امارت تل دغه اندېښنې بې ځایه بللي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه