Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په مسکو کې د افغانستان سفارت ته د نوي نظامي اتشې ور پیژندل

احمد زمرک یاسر په دې وروستیو کې د مسکو لپاره د اسلامي امارت د نظامي اتشې په توګه معرفي شوی او خپل کار یې پیل کړی دی.

یوه سرچینه طلوع نیوز ته وایي، د روسیې لپاره نوې معرفي شوی اتشه د مسکو د چارواکو له لوري هم منل شوی دی.

اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، سرپرست حکومت د روسیې په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته په ډاګه کړه: د اسلامي امارت او روسیې اړیکې په ډیر ښه موقعیت کې دي. موږ له یو بل سره ډيپلوماټيکې اړیکې هم لرو او اقتصادي اړیکې هم شته چې ډيپلوماټيکې اړیکې د سفارتونو او نورو چینلونو تنظیمیږي. دغه اړیکې ډیرې ښې مخ ته روانې دي او غواړو چې له نورو هېوادونو سره مو هم اړیکې تامین شي.

بلخوا، یو شمېر شنونکي په سیاسي استازولیو کې د نظامي اتشو حضور مهم بولي.

د نظامي چارو شنونکی، طاهر یرغل وايي : اتشو مشخصه دنده دا ده چې له کوربه هېواد سره د تجهیزاتو او وسلو قراردادونه وکړي او نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

 نظامي چارو یوه بل شنونکي، زلمی افغانیار هم و ویل: سربېره پر دې چې له روسیې سره به د افغانستان نظامي اړیکې ښې شي، دغه هېواد ته به افغان سرتېري هم واستول شي چې ظرفیت یې لوړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې اسلامي امارت په بېلابېلو هېوادونو کې په اقتصادي برخه او د کډوالو په چارو کې ځيني کسان د اتشو په توګه معرفي کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه