Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان-ټرانس پروژې د چارو پیل لپاره چمتووالي

د وسپنې پټلۍ ادارې رییس له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د افغان - ټرانس پروژه لا زیاتې بودجې ته اړتیا لري چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو مخکې یې د اسیا پراختیايي بانک د ملاتړ ژمنه کړې وه خو تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه بانک به یې مالي ملاتړ وکړي او که نه.

بخت الرحمن شرافت وایي چې، د دغې پروژې له پلي کېدو سره به سویلي اسیا له منځنۍ اسیا سره و نښلول شي.

د وسپنې پټلۍ ادارې رییس، بخت الرحمن شرافت طلوع نیوز سره خبرو کې و ویل: «دا پروژه چې ډېره  غټه پروژه ده او ډېرو زیاتو پیسو ته اړتیا لري نو خامخا باید په دې کې نړۍوال او مالي بنسټونه پانګونه وکړي او دې پروژې لپاره قرضونه ورکړي.»

د دغې ادارې رییس همدا راز ټینګار کوي چې د حیرتان بندر له لارې رالیږدول شوي توکي تر مزار شریف ورسوي.

د وسپنې پټلۍ ادارې رییس، بخت الرحمن شرافت زیاته کړه: «داچې ولې اورګاډۍ تر مزار شریف پورې نه راځي او موږ انتقالات تر حیرتان پورې کوو، یو لامل یې دادی چې پر قوش تیپې کانال د اورګاډي پل تر اوسه نه دی چمتو شوی او هیله ده چې راتلونکې میاشت بشپړ شي.»

یو شمیر سوداګر بیا پر دې باور دي چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ د ودې لپاره اړتیا ده چې د وسپنې پټلۍ زیاتې شي.

سوداګر، خان اغا ګلزاد و ویل: «کله چې د ټرانس افغان پروژه  افتتاح کیږي، پر اقتصادي مسایلو په ځانګړي ډول ټرانزیټي مسایل ډېر اغیز کوي.»

د وسپنې پټلۍ د ادارې ورکړ شویو مالوماتو له مخې، د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه د هېواد د وسپنې پټلیو له لارې دوه میلیونه ټنه انتقالات شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه