Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکایي ډالرو پر وړاندې پاکستانۍ کلداره ۲۰ سلنه ټیټه شوې

د بلومبرګ خبري اژانس راپور ورکړی چې په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د ډالرو پر وړاندې د پاکستاني کلدارو ارزښت شاوخوا شل سلنه راټيټ شوی دی.

په دغه راپور کې راغلي چې پاکستانۍ کلدره به سږ کال د اسیا په کچه تر ټولو ټیټه پیسه وګڼل شي او زیان به یې تر ۲۰۲۴ کال پورې دوام وکړي.

په داسې حال کې چې پاکستانۍ کلداره راټيټه شوې، د امریکايي ډالرو او پاکستاني کلدارو په ګډون د بهرنیو اسعارو پر وړاندې بیا د افغانیو ارزښت د تېرو کلونو پرتله لوړ شوی دی. د اقتصاد وزارت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د پورته تللو لاملونه د تولیداتو زیاتوالی او د صادراتو زیاتوالی ګڼي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري وویل: « د بهرنیو اسعارو پر وړاندې زموږ د ملی پیسو ارزښت د پام وړ زیاتوالی لرلی دی، د صادراتو زیاتوالی، د تولیداتو پراختیا، په ټولو ولایتونو کې د ملي پیسو عام کیدل او همدارنګه د اقتصادي حرکتونو پیاوړتیا یې عوامل بللی شو.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا وايي، د افغانستان بانک فعالیت او د ډالرو د قاچاق مخنیوی د دې لامل شوی چې د افغانیو ارزښت د نورو اسعارو پر وړاندې ثابت پاتې شي.

د اقتصادي چارو شنونکي، میر شکېب میر په دې اړه وویل: « له هیواده د اسعارو د ایستلو لپاره په بېلابېلو لارو د اقداماتو شدت د دې لامل شوی چې د اسعارو د تبادلې نرخ د امریکایي ډالر په مقابل کې نسبتاً ثابت پاتې شي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکي، سیر قریشي هم وویل: « د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام چې په اونۍ کې څلویښت میلیونه افغانستان ته راځي، د دې تر څنګ د مرکزي بانک له خوا د انلاین سوداګرۍ د ځای پر ځای کول.»

تر دې وړاندې، هم بهرنیو رسنیو راپور ورکړی و چې د تېر کال راهیسې د افغانیو ارزښت ۱۴ سلنه زیات شوی او په نړۍوال نوملړ کې یې دریم ځای خپل کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه