Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوبو او انرژۍ وزارت: د کونړ پر سیند بند جوړوو

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي په نږدې راتلونکي کې د کونړ پر سیند یو بند جوړوي.

د دغه وزارت د ویاند په خبره، یاد بند به د ۴۵ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا ولري او ۳۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع ‌الله عابد په دې هکله وویل:«د اوبو او انرژۍ وزارت یو له لویو پروژو څخه د ګمبېري بند دی، چې دغه بند به د ۴۵ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا ولري او ۳۴ زره هکټاره ځمکه به خړوبوي، او پرېکړه شوې چې دغه پروژه د خصوصي سکټور له لوري بشپړه شي.»

ورته مهال، د اسلامي امارت ویاند وايي چې د افغانستان د کورنیو اوبو مدیریت د افغانانو اساسي حق دی او د مدیریت لپاره یې په هېواد کې لویو مالي مرستندویانو ته اړتیا ده.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه څرګندوي:«خپلې اوبه باید مهار کړو که هغه په کونړ کې وي، فاریاب، فراه او یا هلمند کې وي دا د افغانستان د خلکو حق دی او باید له خپله حقه ښه کار واخلي، او په دغه برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د جدي پرېکړه کوونکي په توګه د نظام په سر کې دی، چې له خپلو لومړیتوبونو یې ګڼي.»

د چارو ځینې شنوونکي د اوبو او انرژۍ وزارت د دغه اقدام د هرکلي ترڅنګ وايي، چې په افغانستان کې د دغه بند جوړېدل نه یوازې دا چې اقتصادي ارزښت لري، بلکې د سیمه‌ییز باور د زیاتېدو لامل هم کېږي.

د اقتصادي چارو شنوونکی سید مسعود وايي:«د کونړ بند هم د قوش تیپې بند په څېر یو سیاسي اقتصادي بند دی، چې د اقتصادي پیاوړتیا تر څنګ د شاوخوا څلورو ولایتونو پر ځان بساینې سره کولای شي په سیاسي خبرو اترو کې د افغانستان لپاره د فشار یو وسیله واوسي او په سیمه کې د افغانستان پیاوړتیا ښيي.»

د اقتصادي چارو بل شنوونکي نجیب‌الله سدید هم وویل:«د بند جوړول حتا د پاکستان په ګټه هم دي، ځکه د سېلابونو پر مهال نسبتاً زیاتې اوبه مهار کولی شي او د سېلاب شدت کمولی شي.»

تر دې وړاندې د ترکمنستان د انرژۍ د نړۍوالو پروژو رییس د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې په افغانستان کې د ټاپ پروژې او د برېښنا رسونې د نورو پروژو د پلي کېدو په برخه کې د خپل هېواد د چمتووالي خبر ورکړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه