Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ته د ایران د قضایه پلاوي سفر او ایران کې د افغان بندیانو په تړاو بحث

د عدلیي وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالغني فایق د ایران د قضایه قوې له مرستیال کاظم عریب‌ابادي سره په کتنه کې د افغان بندیانو د لېږد او په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د ایران د قضایه قوې مرستیال په ایران کې د افغان کډوالو حضور ته په پام سره، د کونسلي اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي او له افغانستان سره د  ایران د قضایه قوې اړیکې د افغان کډوالو لپاره مهمې بولي.

د ایران د قضایه قوې مرستیال په دې هکله وویل:«اړتیا ده چې حقوقي، کونسلي او قضايه حوزه مو له یو بل سره اړیکه ولري، په ځانګړې توګه په ایران کې د افغان وګړو د شتون حجم ته په کتو، شتونې ده چې ځينې ستونزې او مسایل رامنځته شي اړینه ده چې د افغانستان او ایران دوه قضایې قوې په اړیکه کې وي.»

په دې کتنه کې د عدلیې وزارت مرستیال هم په بېلابېلو برخو کې د ایران د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
                           
د عدلیې وزارت مرستیال عبدالغني فایق وايي:«د هغوی سفر له محتوا ډک دی، له بېلابېلو ارګانونو او وزارتونو سره ناسته او ولاړه لري د باور جوړونې او د افغانستان د ستونزو د حل لپاره چې وکړای شي چې له افغانستان او اسلامي امارت سره یوه ښه همکاري ولري.»
                   
د اسلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد هم په دې هکله څرګندوي:«په ټول کې د ایران اسلامي حمهوریت او افغانستان ترمنځ موضوع‌ګانې دا وې، هغه کډوال چې په ایران کې دي له ستونزو سره مخ دي، بندیان شوي او د ځينو تورونو له امله اوس هم په بند کې دي چې تېر کال هم په دغې موضوع خبرې شوې وې.»

د ایران د قضایه قوې پلاوی په داسې حال کې هېواد ته سفر کوي، چې د شمېرو له مخې په ایران کې تر شپږ زرو زیات افغانان بندیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم د ایران د قضایه قوې مرستیال او مل پلاوي یې په دغه هېواد کې پر اعدام د محکمو افغانانو د بدیل میکانیزم د موندلو په  تړاو  خبرې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه