Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اړیکو د پياوړتیا لپاره د کابل او تهران د هڅو دوام

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ایران له سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دغې کتنه کې دواړو لورو د سیمې د بدلونونو او د اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضیا احمد تکل د دغې کتنې په هکله وايي چې په دې کتنه کې د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سیستان ته د هلمند  سیند د اوبو د رسېدو  پر وړاندې د پرتو خنډونو په لېرې کېدو خوښي څرګنده کړې او دغه کار يې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا لپاره يو مهم عامل بللی دی.
          
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په دې هکله زیاته کړه:«په دغې کتنه کې د سیمه‌ییزو پرمختګونو، د اړیکو پر پیاوړتیا او خينو نورو دوه‌ اړخیزو اړیکو باندې خبرې اترې شوې دي.»

بل پلو، د سیاسي چارو ځيني شنونکي د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه بولي او وايي چې اسلامي امارت باید له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې د پخوا پرتله لا زیاتې پیاوړې کړي.

د سیاسي چارو شنونکي نجیب‌الرحمن طلوع‌نیوز ته وویل:«د یوه سوله‌ییز او امنیت لرونکي افغانستان لرل او هغه افغانستان چې قانوني او د خلکو د هوډ په مطابق حکومت ولري، کولای شي چې په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې خپل رول ولوبوي.» 

د سیاسي چارو بل شنونکی سلیم پیګیر هم وايي:«په اوسنیو شرایطو کې ایران هم بدیله لار نه‌لري او اسلامي امارت هم، خو د افغانستان خلک تمه لري، له سترو هېوادونو سره چې وکړای شي په افغانستان کې ستره پانګونه وکړي، له هغو هېوادونو سره ډېر نږدې تعامل ولري.»

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې حسن کاظمي قمي پر غزې د اسراییلو د برید د غندلو په تړاو د اسلامي امارت د دریځ قدراني کړې ده.

د سیاسي چارو ځيني شنونکي د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه بولي او وايي چې اسلامي امارت باید له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې د پخوا پرتله لا زیاتې پیاوړې کړي.

تصویر بندانگشتی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ایران له سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دغې کتنه کې دواړو لورو د سیمې د بدلونونو او د اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضیا احمد تکل د دغې کتنې په هکله وايي چې په دې کتنه کې د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سیستان ته د هلمند  سیند د اوبو د رسېدو  پر وړاندې د پرتو خنډونو په لېرې کېدو خوښي څرګنده کړې او دغه کار يې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا لپاره يو مهم عامل بللی دی.
          
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په دې هکله زیاته کړه:«په دغې کتنه کې د سیمه‌ییزو پرمختګونو، د اړیکو پر پیاوړتیا او خينو نورو دوه‌ اړخیزو اړیکو باندې خبرې اترې شوې دي.»

بل پلو، د سیاسي چارو ځيني شنونکي د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه بولي او وايي چې اسلامي امارت باید له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې د پخوا پرتله لا زیاتې پیاوړې کړي.

د سیاسي چارو شنونکي نجیب‌الرحمن طلوع‌نیوز ته وویل:«د یوه سوله‌ییز او امنیت لرونکي افغانستان لرل او هغه افغانستان چې قانوني او د خلکو د هوډ په مطابق حکومت ولري، کولای شي چې په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې خپل رول ولوبوي.» 

د سیاسي چارو بل شنونکی سلیم پیګیر هم وايي:«په اوسنیو شرایطو کې ایران هم بدیله لار نه‌لري او اسلامي امارت هم، خو د افغانستان خلک تمه لري، له سترو هېوادونو سره چې وکړای شي په افغانستان کې ستره پانګونه وکړي، له هغو هېوادونو سره ډېر نږدې تعامل ولري.»

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې حسن کاظمي قمي پر غزې د اسراییلو د برید د غندلو په تړاو د اسلامي امارت د دریځ قدراني کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه