Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د بې‌کارۍ له زیاتوالي د هېوادوالو شکایت

ځينې هېوادوال په هېواد کې د بې‌کارۍ له زیاتوالي له شکایت سره وايي چې د کار نه‌موندلو له امله ځينې ځوانان پر رواني ناروغیو اخته شوي دي.

محمد یحیی چې یو کال مخکې یې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون له پلان او پالیسۍ ډيپارټمنټ څخه فارغ شوی تراوسه یې کار نه‌دی پیدا کړی.

هغه وویل:«د یوه کال په لړ کې ځينو ادارو ته د کار لپاره ورغلم؛ خو له بده مرغه د تېر په څېر اوس هم د دندې د ترلاسه کولو لپاره واسطه په کار ده.»

په کابل کې یو بل لوستی ځوان محمد اقبال هم څرګندوي:«له اوسني حکومته زما غوښتنه دا ده چې ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي؛ څو ځوانان د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.»

بلخوا د کابل ځينې نور اوسېدونکي بیا وايي، د وزګارتیا کچې زیاتوالی د دې لامل شوی چې ډېری کسان په رواني ناروغیو اخته شي او یا پر جنايي جرمونو لاس پورې کوي.

د کابل اوسېدونکی رامین وايي:«په یوې ټولنه کې، ځوانان د ټولنې جوړونکي دي چې هغوی ته باید دننه په هېواد کې د کار زمینه برابره شي.»

له دې سره سم، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې او په تېر یوه کال کې یې په دولتي او نادولتي ادارو کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان جذب کړي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي په دې هکله څرګندوي:«د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۱۴۰۲لمریز کال له پېله تراوسه د څه باندې ۱۱۰ زره تنو ته د کار جوازونه ورکړي او دا په دې معنا ده چې دغه کسان په رسمي توګه په دندو ګومارل شوي دي.»

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معین هم په دې وروستیو کې له ۶۰ خصوصي تحصیلي بنسټونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي چې په بېلابېلو برخو کې ځوانانو ته له ځانګړي تخفیف سره د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړي. 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې په تېر یوه کال کې یې په دولتي او نادولتي ادارو کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان جذب کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه